سياسي ګوندونه او يوشمېر اوسني وکيلان رڼې ټاکنې غواړي او که له خپلې ماتې ويريږي؟

سياسي ګوندونه او يوشمېر اوسني وکيلان رڼې ټاکنې غواړي او که له خپلې ماتې ويريږي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له هغې ورځې را وروسته چې ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي ټاکنو لپاره نېټه اعلان کړه، نو غوښتنو او نيوکو هم زورو واخېست. د ټاکنو خپلواک کمېسيون په لومړيو کې له دې ستونزې سره مخ وو، چې د نوم لېکنې پروسه يې سسته او بې خونده وه. په کمېسيون نيوکې وې چې په دې برخه کې يې له وړاندې عامه پوهاوی نه دی کړی او تياری يې ورته نه درلود.

د نوم لېکنې پروسې له بشپړتيا وروسته هغه شمېرې چې کمېسيون شريکې کړې تر نيوکو لاندې راغلې. يو شمېر وکيلانو، سياسي ګوندونو او شنونکو پر کمېسيون نيوکه وکړه چې د نوم لېکنې پروسه يې شفافه نه وه او خلکو په جعلي پېژندپاڼو هم سټېکرونه وهلي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وويل چې د رايه ورکوونکو شمېر نېږدې نهه ميلېونه دی، خو سياسي ګوندونه وايي چې رېښتنې شمېرې تر درې مېلېونه دي او پاتې نورې يا جعلي دي او يا هم د کمېسيون د نورو موخو لپاره غلط مالومات دي.

سياسي ګوندونو څو ځلې د حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو سره ولېدل، ترڅو غوښتنې يې ومنل شي. د ولسمشر غني په حکم يو کمېسيون هم جوړ شو، ترڅو د سياسي ګوندونو غوښتنې وڅېړې او د امکان تر حده يې ورته عملي کړي. خو د دغه ټولو هڅو سره - سره ټاکنو کمېسيون او حکومت د سياسي ګوندونو غوښتنې ونه منلې او سياسي ګوندونو هم قناعت ونه کړ.

سياسي ګوندونه لاندې درې اساسي غوښتنې لري؛
۱- د رايه ورکوونکو بايومټريک کول؛
۲-د ټاکنيز نظام بدلون؛
۳- په ټاکنو د سياسي ګوندونو د څار زياتول؛

د پورته درېيو غوښتنې يې يوازې يوه غوښتنه چې د ټاکنو پر پروسې د سياسي ګوندونو څار دی د حکومت له خوا منل شوې ده، دوه نورې يې د امکاناتو د نشتون او د وخت د کموالي له امله رد کړې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون او سياسي ګوندونو ترمنځ دغه کړکېچ لامل شو، چې سياسي ګوندونه په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنو سيمه ييز دفتذونه وتړلي. دغه چاره سبب شوه ترڅو د کورنيو چارو وزارت په لارښوونې پوليس دغه دغه فترونه بېرته پرانېزي او بغاوت کوونکي ونيسي.

اوس د ولسي جرګې ټاکنو ته له يوې مياشتې کمې ورځې پاتې دي، خو د حکومت او سياسي ګوندونو ترمنځ ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو؛

۱- موجوده وکيلان او سياسي ګوندونه څومره د رېښتنوالۍ او شفافيت مخېنه لري، چې د ټاکنو پر روڼوالي ټېنګار کوي؟

۲- د دوی موخې په رېښتيا هم رڼې ټاکنې دي او که له خپلې ماتې ويريږي او کومه بله لوبه کوي؟

۳- که وضعيت همداسې کړکېچن پاتې شي، نو په ټاکنو به يې اغېز څه وي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وږي مياشتې ۳۱مه نېټه د ماسخوتن له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.