په مطبوعاتي ناسته کې پر (حبیب نورمحمددوف) باندې د (کنور مک ګرګور) چيغې وهل

روهي (جمعه/۳۰ د وږي)، ټاکل شوې ده چې د را راونې اکتوبر مياشتې په شپږه مه نېټه به د روسيې او ايرلنډ د بوکس دوه پياوړي بوکس لوبغاړي (کنور مک ګرګور) او (حبیب نورمحمددوف) سره سيالي وکړي.

دغه سيالي چې ( د وروستۍ مبارزې اتلوالۍ) يا Ultimate Fighting Championship په نوم ياديږي، د اکتوبر مياشتې په شپږمه د امريکا په لاس وګېس ښار کې تر سره کيږي.

د همدغه سيالۍ په پار (کنور مک ګرګور) او (حبیب نورمحمددوف) په ګډه پرېس کنفرانس کې برخه اخېستې وه.

ايرلنډي لوبغاړي (کنور مک ګرګور) په ياد کنفرانس کې په چيغې وهونکې لهجه حبيب محمددوف ته وويل، "مه راځه، د پاچا پر وړاندې هېڅکله مه راځه! زما دماغ د جګړې په حالت کې دی. زه په بشپړ ډول سيالۍ ته تيار يم لکه څه ډول چې تيار ښکارم."

په دغه رسنيزه ناسته کې د (کنور مک ګرګور) ډېری خبرې د خپل سيال (حبیب نورمحمددوف) ګواښونه وه، خو د ناستې تر پای پوري نوموړی چوپ ناست وو او د (کنور مک ګرګور) د خبرو پر وړاندې يې غبرګون ونه ښوود.

د دغه دوه لوبغاړو مبارزې ته په مېلېونه خلک منتظر دي او همدا ډول ډيری رسنۍ له سيالۍ وړاندې د دوی مطبوعاتي ناستې په ژوندۍ بڼه نشروي.