ولې کله چې د عاشورا نوم یادوو ټول خلک داسې فکر کوي چې دا ورځ یوه خاص ډله پورې اړه لري چې هغه ډله يانې زمونږ هزاره وړونه دي.
متاسفانه نن ډول خلک داسې فکر کوي چې عاشورا هغه ورځ ده چې یوه خاص قوم او مذهب پورې اړه لري.
خو داسی نه ده عاشورا هغه ورځ ده چې اصلاً د حسین رضی الله عنه له شهادت سره هېڅ اړیکه او ربط نه لري، دا د خدای غوښتنه وه چې حسین رضی الله عنه د محرم په لسمه شهادت ته ورسیږي.
نو دا ورځ د امام حسین د شهادت په خاطر فضلیت نه لري بلکې دا هغه ورځ ده د اسلام نه مخکې و. او زمونږ ګران پیغمبر محمد (ص) د دې ورځ د فضلیتونو څخه هغه وخت یادونه وکړه چې امام حسین ماشوم و.
د عاشورا په ورځ روژه نیول سنت ده او دا روژه په خاص ډول ثواب لري لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي د عاشورا په ورځ روژه نیول د یو کال د ګناهونو کفاره ګرځي. خو دلته باید له یوه بله موضوع څخه هم یادونه وکړو هغه دا چې مسلمانان باید د محرم په ۹ هم روژه ونیسي تر څو له یهودیانو څخه فرق وسي.
دا ځکه چې کله چې محمد (ص) مدینې ته هجرت وکړي نو یهودیانو روژه نیوله وه او علت یې د موسې علیه سلام نجات له فرعون څخه و، نو پیغمبر (ص) وفرمایل دې لپاره سره مونږ له دوی سره فرق وسي نو دمحرم ۹ هم روژه نیول مستحب دي.
نن ورځ دېرې خلک په دې ورځ نذرونه نیسي او حیوانات ذبح کوي او هغه هم د حسین په نوم چې دا مطلق شرک دي. نذر او ذبحه صرف د خدای لپاره کیږي، او نذر یو عبادت دي چې د خدای له خوا نه دی مقرر شوي.
دلته یو بل سوال راته پیدا کیږي هغه دا چې دغه کم کارونه چې اوس شیعه ګان کوي آیا دا روا دي او کنه او د اسلام په مبارک دین کې څه حکم لري؟
دې کارونو په سرته رسولو سره زمونږ شیعه ګان وړونه ځانته خاص دین جوړ کړي دی دا کارونه د اسلام په مبارک دین کې نسته او دا ټول په دین کې بدعت دی او حرام ګڼل شوي دي. دا ننني روان باطل کارونه کوم چې شیعه ګان ترسره کوي داهل تشیع په مشهورو کتابونو کې لکه نهجة البلاغه، منتهی الأمال او داسی نور کې باطل ګڼل شوي دي.
وروستي