سرچينې: عاطف مشعل په همدې څو ورځو کې دنده پرېږدي او پر ځایناستي يې هم هوکړه شوې ده

روهي (څلورنۍ/۲۸ د وږي)، سرچينې وايي چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل به همدې څو ورځو کې خپله دنده خوشي کړي او ښايي چې د بورډ اوسنی مرستیال عزیز الله فضلي يې ځای ناستی وټاکل شي.

د کرکټ بورډ دننه يو شمېر سرچينو بي بي سي ته ويلي دي، چې عاطف مشعل به په يوې بلې دولتي دندې وګمارل شي او د کرکټ بورډ مشرۍ خوشي کوي.

افغان حکومت او کرکټ بورډ په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو سرچينې باوري دي، چې د کرکټ بورډ دغه تغير او تبديل په همدې ورځو کې رامنځ ته کيږي.

تېره ورځ د عاطف مشعل مشر ورور لطف الله مشعل هم پر خپلې فېسبوک پاڼې له عاطف مشعل څخه غوښتنه کړې وه، چې دغه دنده خوشي کړي او پر ځای يې د حکومت دننه بل چېرې چوپړ وکړي.