
روهي (نۍ/۲۴ د وږي)، د افغان کرکټ بورډ دننه ستونزې لامل شوې دي، چې لوبغاړي د يو بل پر وړاندې داسې خبرې وکړي، چې دوی او هم يې د مينوالو ترمنځ د خپګان او غوسه سبب شي.
په دې وروستيو کې د کرکټ په بولۍ کې د يو شمېر لوبغاړو اخېستنه او د يو شمېر نورو رد، د دغه بورډ پر وړاندې د خلکو غبرګونونه راپارولي.
عام خلک او يو شمېر شنونکي وايي چې کرکټ بورډ سيمه ییز تعصبي او قومي چلند کړی او د لويې يو شمېر لوبغاړي يې په قضدي ډول له بولۍ اېستلي دي.
د همدې موضوع په اړه د کرکټ لوبغاړو لکه نور علي ځدراڼ هم خپله ګيله له مينوالو سره د ټولنېزې رسنۍ فېسبوک له لارې شريکه کړې وه.
د نور علي ځدراڼ د خبرو په غبرګون کې د نورو افغان لوبغاړو راشد خان ارمان، شهزاد او محمد نبي هم ويډيو نشر کړي، د نوموړي خبرې يې رد کړي، د کرکټ بورډ ننګه يې کړي او بولي يې د وړتيا په اساس بللې ده.
محمد نبي ويلي، چې افغان چارواکي دې خپلې چارې او څوکۍ سمبال کړي، په کرکټ کې دې لاسوهنه نه کوي، کرکټ دې موږ ته پرېږدي، تر دې ځايه مو رارسولی، نور به يې هم مخکې بيايو.
"هر څوک په وړتيا غوره شوي او چې څوک نه دي اخيستل شوي، لامل يې موږ ته مالوم دی چې ولې نه دي اخيستل شوي، هغوی دې خواري وکړي او ځان دې د دې جوګه کړي چې په لوبډله کې واخيستل شي."
شهزاد ويلي، "کوم دوه درې لوبغاړي چې نه دي اخيستل شوي ګيلې دې نه کوي."
په ټولنيزو رسنيو د دغه لوبغاړو خبرو غبرګونونه راپورته کړي دي او تر دې چې خپل مينوال يې هم پر وړاندې غوسه دي.
شنونکي وايي چې دغه لوبغاړو د کرکټ بورډ په فرمايش داسې خبرې کړي او کرکټ بورډ غواړي چې په دې سره خپلې ناوړه کړنې پټې کړي.