
په دې کې شک نشته چې امريکا دلته دافغانانو په خوښه اورضايت نه ده راغلي دلته د دوی راتګ خاص اهداف لري چې ټولو افغانانو ته څرګنده ده. او دا يو تريخ حقيقت دی چې بايد سترګې پرې پټې نه کړو. خو راځو دلته چې ايا د دوی شتون مونږ ته څه ګټه را رسولي ده ايا ددوی په راتګ سره زمونږ په ژوند کې بهبود راغلی دی ايا امنيت تر پخوا ښه شوی دی نه هيڅکله هم نه.
دا هر څه د تواقع خلاف شوي دي ژوند مو له ستونزو سره مخ شوی دی امنيت مو له پخوا ډېر خراب شوی دی. په موقته اداره کې يې د داسې دولت بنسټ راته کيښود چې پايلې يې همدا نن صبا مونږ وينو. د مثال په ډول لندغر د موقتې ادارې زېږنده ده چې د اوسني دولت لوی سرخوږی جوړ شوی دی او همدا شان اداري فساد چې افغانستان په ټوله نړۍ کې د فساد په لېست کې اول نمبر دی او داسې نورې زياتې خبرې دي لکه خپل سري بمبارۍ چې له وجې يې ګڼ شمېر هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړو او ځينې يې د پلاراني هستوګنې پرېښودو ته اړشول او په اوسني وخت کې يې په افغانستان کې داسې دوه سری نظام جوړ کړو چې په تاريخ کې هم داسې بدنام حکومت نه وو جوړ شوی او ځينې دهمدې ګډ حکومت شريکان په ځای ددې چې وطن او خلکو ته خدمت وکړي د نظام په بد نامۍ پسې يې را اخستي ده د دې ټولو ناخوالو سره سره دا مريکا شتون هيواد کې بې ګټې دی او د دوی له وتلو سره به د طالبانو هغه شرطونه هم پوره شوي وي چې د سولې دخبرو لومړۍ شرط د امريکايي پوځيانو وتل له هيواد څخه دي او په دې کار سره به د سولي خبرو ته يو ګام نور هم ورنږدې شو. او ولس به هم د سولې په خبرو باوري شي.