بې کسه اما ځواکمن ولسمشر !!

دشهید سردار محمد داوود خان له شهادت وروسته افغانستان دهېڅ داسې مشر څښتن نشو چې له بنسټیزه اواساسي مفکورو برخمن او عملي پیل ته يې ژمن او فکرمن وي ، پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅه وکړه چې دملي اېډيالوژۍ په بنسټ چارې ترسره او دقومونو ترمینځ ديوالي د نوښت ویاړ يې په برخه شي>

مګر د کرزي له مصلحته دټلوالې او ځينو نورو کړیورهبرانو دخپل ځان په ګټه استفاده وکړه دکرزي ملي مفکوره یې د تنظیمي ځان غوښتونکورهبرانو په ګټه راوڅرخوله او دغه وو چې دفساد، بې عدالتیو کچه لوړه د ضوابطو ځای روابطو ونیو او یوه لوی اکثریت دبې عدالتیو په مقابل کې د وسلوال مخالفت صفونه لا پیاوړي کړل ، دیادو ستونزو دمخنیوي په پار نه دکرزي کاري ټيم او نه هم بهرنیانو په خپل وخت او لومړنیو پړاوونو کې دغو ستونزو ته اهمیت ورکړ او نه یې هم دمصلحت پر مفکورې له سره غور وکړ.

هماغه وو چې په هېواد کې کورني سیاسي اوقومي مسایل لاپيچلي او نوي ولسمشر غني ته یو ناکاره اوله پښو لوېدلی حکومت په میراث پاتې شو.

غني په اقتصادي ، سیاسي او کرنیز بهیر کې دلازمو اقداماتو په ترسره کولو سره دعامو او کلیوالو خلکو زړونه ترلاسه کړل مګر د یوشمېر هغه تنظیمي رهبرانو او سیاسي نااهلانو زړونه یې له لاسه ورکړل چې دملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته ترجېح ورکوي.

ولسمشره!! هو په سیاسي شغالي ډګر کې ته یوازې یې! مګر په سیاسي اصلي ډګر کې یوازې ته بریالی يې! افغانان دنومونو په تغیر او یا هم تبدیل نور دتنظیمونو د رهبرانو لخوا نه شي نڅلی ته مجبور یې چې په دې بې کسۍ کې له خپل خدادادي ځواک یوه داسې ننداره جوړه کړې چې له مخې یې ټول طالبان د سوله پروسه ومني او په دې ترتیب سره په هېواد کې د ترټولو ستر اېتلاف رامینځته او له دې لارې دقهرمانېزم ، لنډغریزم او مافیایزم پر ضد دختم اعلام او د يوه موټي افغانستان د اساسي بنسټ ډبره له سره کېږدې.
عزت الله حسن خېل