ولسمشر خپل ټیم له لاسه ورکړی دی

د ولسمشر اشرف غني په اړه ډېری کسان دا وايي چې هغه وچ مدیر دی. یعنې هغه د ټیم په جوړولو او ساتلو نه پوهیږي. دوه ځله په ولسمشریزو ټاکنو کې ډېری کسان له هغه سره نږدې پاتې سول او دا کسان یې په اړه وایي چې هغه په ملګرتیا او ټیم داری نه پوهیږي. په ډېر کم څه خپل نږدې دوستان له لاسه ورکوي چې داسې هم وشول.

په تېرو ټاکنو کې عبدالرشید دوستم چې د هغه لومړی مرستیال و، ولسمشر غني ورته د رایو بانک وایه. ډېرې صمیمانه اړیکې یې درلودې. په جنرال صاحب باندې به یې یادوه چې وروسته یې ورسره اړیکې خرابې شوې.
احمدضیا مسعود چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې یې خپل ځانګړی استازی وټاکه، په هغه وخت کې د امر صاحب شهید ورور و، ښه سړی و، خو وروسته بیا په خپګان ورڅخه لاړ. د احمد ضیا مسعود له تګ وروسته یو بل ته رد بد هم و ویل شول.

د ولسمشر له ټیم او همکارانو څخه بل نږدې کس سید منصور نادري و. هغه هم د ولسمشر غني له کلکو ملګرو څخه و چې په تېرو ټاکنو کې یې د ولسمشر لپاره زیاتې هڅې وکړې، خو اوس داس ویل کیږي چې هغه هم خپه شوی دی.

د دې ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني ټینګ ملاتړی چې د ولسمشر د ښي لاس خطاب ورته کېده، محمد حنیف اتمر هم څو ورځې وړاندې استعفا ته مجبوره او په خپګان ورڅخه لاړ. حنیف اتمر چې د حکومت په یوه ډېره مهمه څوکۍ دنده اجرا کوله، د ولمسشر اشرف غني په حکومت کې د کار او زیار له مخې یوه ډېره موثره څېره وه.

پر دې سربېره په جنوب لویدیځ کې د ولسمشر سر سخته پلوی د هلمند او نیمروز پخوانی مرستیال سردار محمد همدرد د ولسمشر اشرف غني یو له ټینګو متحدینو څخه و. هغه تر دندې مخکې هم د ملي وحدت حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر لپاره څو ځله غونډې جوړې کړې او تل به بې د ملي وحدت حکومت او ولسمشر د مثبتو کړنو ملاتړی و. یوازې په هلمند نه، بلکې په نیمروز، فراه او هرات کې هم له ولسونو سره اړیکې ساتلې. یعنې که و وایو په جنوب لویديځ کې تر ټولو ټينګ او قوي ملاتړی یې و. هغه په هلمند او نیمروز کې د فساد په وړاندې قاطع دريځ درلود، خو ولسمشر یې ملاتړ ونه شو کړای او بلاخره یې استعفا ورکړه.
دې ته ورته نور ډېر داسې مثالونه شته چې ولسمشر خپل نږدې دوستان له لاسه ورکوي، لکه داود شاه صبا، محمد ګلاب منګل، محمد داود ګلزار، حمیدزی لالی، همایون همایون، ظاهر قدیر او داسې نور.

زه دا نه وایم چې پر ټولو به ولسمشر ملامت وي. ځینې ستونزې په دې کسانو کې هم شته، خو دا هم د منلو نه ده چې دوی ټول به ستونزې لري. په دې خلکو کې داسې کسان هم شته چې ولسمشر پرې ملامت دی. یعنې دا واقعیت دی چې ولسمشر په ټیم داری نه پوهیږي او وچ کلک مدیریت کوي. په حکومتولۍ کې قوي او متحد ټیم کولای شي چې په راتلونکي کې ښې لاسته راوړنې ولري. ولسمشر اشرف غني ټيم نه لري او له ده څخه چاپېره کسان داسې دي، د دې پر ځای چې ولسمشر ته دوستان پیدا کړي، هنوز ورته د مخالفت جبهې زیاتوي.
ټاکنو ته ډېر لږ وخت پاتې دی. که ولسمشر په دغه فکر مخ ته ولاړ شي، په راتلونکو ټاکنو کې یې د بریا چانس نه لیدل کیږي.