
روهي (دوه نۍ/۱۹ د وږي)، د نړۍ دوه مشهور کرکټ لوبغاړو شاهد اپرېدی ګرېس ګېل د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پکتيا او بلخ لوبډلو اخېستې دي.
د دوی ترڅنګ دوه نورو نړيوالو لوبغاړو ندری راسل د ننګرهار لوبډلې، برنډن مککلم د کندهار لوبډلې او افغان لوبغاړي راشد خان د کابل لوبډلې اخېستي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې افغان لوبغاړي محمد نبي د بلخ لوبډلې، محیب ځدران د ننګرهار لوبډلې، اظغر افغان د کندهار لوبډلې، شهزاد محمدي د پکتیا لوبډلې او حضرت الله ځاځی د کابل لوبډلې واخیستل.
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ په دوبۍ کې د رارونې ميلادي مياشتې له پنځمې نېټې پيل کيږي چې تر يووېشتمې به دوام وکړي.