اوکراین کله د اروپا په اتحادیه کې داخلیږي؟

اوکراین کله د اروپا په اتحادیه کې داخلیږي؟
ژباړه: میوند یاد
لیکنه: اندری پاسیچنیک

د ګونډیو هیوادونو تجربه او د اروپا د اتحاديي ملاتړ د ښه ژوند هیله رابخي چې، په راتلونکې لس کالو کې به په ژوند کې ثبات راشي.

اوکراین په 17 د مایي په 2017 کال کې د اروپا د اتحاديي سره بې ویزې رژیم لاسوندونه لاسلیک کړل ( د اوکراین او د اروپا اتحاديي وګړي به پرته له ویزې لږولو تلی راتلی شي). دا پیغام د اوکراین د ولسونو لپاره د نیکبختۍ سبب شو. تر ټولو ډيره تبصره په شور سره د اروپا د پارلمان مشر (انتونیو تایانی) د دې خبر په اړه وړاندې کړه. لمړنۍ موافقې د اوکراین او د اروپا د اتحاديي تر منځ د ویزو د اسانه کولو په اړه په 15 د جنوري د 2008 کال وشوې او ډيرو کمو خلکو دا فکر کو چې ساده اوکراینیان به پرته د ویزې د لګولو نه اروپايي ملکونو ته سفر وکړلی شی.ډيرې وختونه به په میډیاوو موږ ته راښودل کیدل چې او کراینیان به هیڅ کله هم اروپا بې ویزې وه نه شي لیدلی. خو دا دې لس کاله وروسته په ریښتیا بدله شوه.

خبرې اترې د اروپا د اتحاديي او اوکراین د یوځاې کیدو(ملتیا) په 5 د مارچ د 2007 کال کې پیل شوې.
د لس کالو په موده کې تر 20 ډير پراوونه په مختلفوغونډو کې د درې کاري ګروپونو لخوا په کار اچول شوې وو. په 2012-2013 کې په اوکراین کې د سياسي بې ثباتۍ له وجې د موافقو د لاسلیکولو پروسه وځنډيده. دا دې په 30 د مایي د 2017 کال نیدرلند پلان لري چې او کراین د اروپا په اتحادیه کې د داخل کیدو په اړه موافقې تصویب کړي.

رازئ چې فکر وکړو چې څومره وخت زموږ ګونډیو هیوادونو وه نېو چې د اروپا په اتحادیه کې شامل شي.پولینډ په 1994 کې د اروپا د اتحادیي سره د یوځاې کیدو لاسوندونه لاسلیک کړل او په 2004 کال کې په اروپا کې شامل شو. کروشیا(خرواتیا) په 2005 کال کې د اروپا د اتحادیي سره د یوځاې کیدو لاسوندونه لاسلیک کړل او په 2013 کال کې په اروپا کې شامل شوه. رومانیا په 1995 کې د اروپا د اتحادیي سره د یوځاې کیدو لاسوندونه لاسلیک کړل او په 2007 کال کې د اروپا غړی هیواد شو، چې په اوسط ډول هر هیواد د اروپا په اتحادیه کې د اخلیدو لپاره 8 کاله وخت نیولی دی.نو له دې وجې د اوکراین لپاره ویلې شو چې په لس کالو کې اوکراین د اروپا په اتحادیه کې دخلیدی شي، نو اړتیا نشته چې مختلف فکرونه دې وشي، بس پکار ده چې پرمختللي هیوادونو سره یوځای کیدل په حقیقت بدل شي. د اروپا د اتحاديي نه د برتانیي د جلا کیدو نه وروسته په اتحادیه کې 27 هیوادونه پاتي دي، د اوکراین د یوځای کیدو سره به بیرته 28 شي او د هغې جوړښت به لا پیاړوې شي، اوس اوس دا سیګنال فیدریکا موګیرین د اروپا د اتحاديي کمیسار په نړۍ والو اړیکو وښوده.

اګر که مخکې د اروپا د اتحاديي چارواکو دا خبره په خوفیه ډول هم په ژبه نه راوړله.
همدارنګه اوکراین په موازې ډول ناټو سره د یو ځای کیدو پروسه پر مخ وړي خو د ریفرینډم له لارې نه چیرته چې ټول اوکراینیان په خپلواک ډول خپله پریکړه کولی شي.

زموږ ګونډي هیوادونه پولینډ،چیک او هنګري یې په ناټو کې له 1999 مخکې منلې دي. په بالتيک کې رومانیا،بلغاریه او سلواکیا یې په 2004 کې منلي دي او همدارنګه د مونټينیګرو هیواد چې په 2006 کې د سېربیا له اتحاد نه بیرون شو او په 2017 کې په ناټو کې په رسمي ډول داخل شو.

ډیری وختونه لیدل کیږي چې مثبتې اعلاميي د اوکراین په اړه د اروپايي چارواکو د ریفورمونو له خوا خپریږي.

د اوردو ریفورم:
د مثال په ډول د اوردو ریفورمونه چې همیشه وسلې خوندي کوي، د جګړیزو وسلو فعالول او ډیرونه، د وسلو د نوو نمونو جوړونه.

له 2014 کال را هیسې په موتواتر ډول غربي نظامي لارښوونکې اوکراین ته سفرونه لري چې جوړ شوي پلانونه عملي کړي چې د ناټو په کچه د اوکراین د اوردو لپاره ترتیب شوي.

د اقتصاد په برخه کې ریفورمونه د غربي او نړۍ والو متخصیصینو له خوا پر مخ وړل کیږي.
په اوکراین کې د ریفورمورا نو لخوا لاسته راوړنې چې متخصیصن یې چټک بدلون په مالیاتي سیستم کې بولي. همدارنګه ښايي تر 2019-2023 پورې خپل زاړه پورونه ورخلاص کړي،خو تر ټولو موهم یې د بانکونو د سیستم د جوړښت دی. هم دارنګه د لویو لاسته راوړنو نه د نیفت-ګاز د سیکتور ریفورم دی.

د اداري فساد سره مبارزه:
په اوکراین کې د فساد سره مبارزه ګړندۍ نه خو لمړي قدمونه اخیستل شوي دي. څو کاله وړاندې اوکراین د داسې خلکو په لاس کې وو چې جرمي ماضي یې درلوده چې اوس د هیواد د چلولو واګي د هغو متخصیصینو په لاس کې دي چې غربي موډرنې زده کړې یې کړې دي.

په لمړي ځل وروسته د ډراماتیکو پيښو نه په اوکراین کې اقتصادي پرمختګ 1،8٪ په 2016 کال کې لوړ شوې دی او په همدې کال انفلیشن تر 12٪ کنترول شوې دی.

که فرض کړو زموږ اوکراین
-انسان چې 26 کاله عمر لري او تازه له پوهنتون فارغ شوې وي او لمړني قدمونه اخلي د پوخ ژوند ته، وروسته د کاري تجربه تر لاسه کوي،موقیف پیدا کوي او نوې کورنې جوړوي د ژوند لپاره چې چې ژوند وکړي.

د عربي اتحاد پر مټ اوکراینه زده کوي چې ریښتینی-پلان څنګه عملي کړي، د پلانونو په جوړولو کې موږ سره هغوې مرسته کوې چې 50 کاله وړاندې یې مودرنیت را منځ ته کړې. اړتیا نشته چې د نورو په اړه فکر وکړو، اړتیا ده چې نوې جوړ شوې پلانونه را واخلو او زر یې په ژوند کې عملي کړو.

هتآ که چیرې اوکراین په زده کړو کې په عالي درجه وړاندې نه کړی او موږ هغه ریفورم شوې پلان له 60 تر 70٪ عملي کړو؛ نو موږ چانس لرو چې په 2030 کې د اروپا په اتحادیه کې داخل شو.