
احمد شاه مسعود څنګه مطالعه کړو؟ آيا د مسعود د پلويانو کړنې د نوموړي د شخصيت څرګندونه کوي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
احمد شاه مسعود په ۱۹۵۳ ز کال کې د وخت د پنجشير ولسوالۍ په (جنګلک) نومي کلي کې زېږدلی وو. د نوموړي پلار ډګروال دوست محمد د افغان ټولواک محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې دنده درلودله. د احمد شاه مسعود نيکه یحیی خان نومېده، چې د غازي امانه خان په پاچاهۍ کې يې رسمي دولتي دنده درلوده.
نوموړي د ښوونځۍ دورې زده کړې بشپړې کړې وې، خو د پوهنتون ليسانس دوره يې په نيمه کې پرېښوده او د وخت د ولسمشر سردار محمد داوود خان د نظام د تخريب په پار پاکستان ته لاړ او چريکي حملې به يې کولې. هغه وخت چې د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د افغانستان جمهوري نظام چپه کړ، نو نوموړی د جميعت ګوند په ليکو کې شامل شو، چې له ايران، پاکستان او د افغانستان له دننه څخه به يې د حکومت پر وړاندې جګړه کوله او يا به يې رهبري کوله.
مسعود په فزيکي ډول تر ډېره د پنجشير په دره کې پاتې شو. په ظاهري بڼه يې له روسانو سره توده جګړه کوله، خو ويل کيږي چې د پردي تر شا يې د سالنګ او نورو لويو څخه د ګټې اخېستنې په پار له روسانو سره تړونونه هم درلودل.
د روسانو په ملاتړ د افغان حکومتونو پر وړاندې جګړه کې، احمد شاه مسعود له ملاتړو هېوادونو څخه په ډېر شمېر پيسې او وسلې تر لاسه کړې. مسعود وکولی شول چې د ځان لپاره شهرت او نفوذ پيدا کړي او له همدې لارې په جګړه کې مهم رول او اغېز لرونکی کس جوړ شو.
د طالبانو په دوره کې احمد شاه مسعود پنځه کالونه جګړه وکړه چې د مقاومت نوم يې ورکړی وو. د مقاومت په دوره کې مسعود پنځه کاله د طالبانو پر وړاندې وجنګېدو او په پنجشير ولايت کې مېشت وو. مسعود له نن څخه ۱۷ کالونه وړاندې د وږي د مياشتې په ۱۸ نېټه په تخار ولايت کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د مسعود له وژل کېدو لنډ وخت وروسته، د امريکا په ملاتړ او د حامد کرزي په مشرۍ د بُن د موافقې اړوند په افغانستان کې نوې اداره رامنځ ته شوه، چې د مسعود پلويانو مسعود او خپلو ځانونو ته د ډېرو امتيازاتو غوښتنه کوله، چې يو څه يې تر لاسه هم کړل.
- په اساسي قانون کې د هېواد د ملي قهرمان په توګه د احمد شاه مسعود ذکر؛
- په افغانيو کې د احمد شاه مسعود انځور؛
- په هرې دولتي اداره کې د احمد شاه مسعود رسمي انځور؛
- د وږي ۱۸مه د ملي ماتم د ورځې په نوم نومول او عمومي رخصتي او ډېر نورې ورت غوښتنې.
له پورته غوښتنو يو شمېر لکه د مسعود په نوم د وږي د مياشتې ۱۸مه نومول؛ ومنل شول او يو شمېر نورې غوښتنې رد شوې.
د سردار محمد داوود خان له حکومت نيولي بيا د مسعود تر مرګ پوري د نوموړي د ژوند او جګړو دوره په لويه کې په دوه ليدلوريو کې کتل کيږي. پلويان يې نوموړی يو ستر اتل، غښتلی قومندان، ملي شخصيت، هېوادپاله مشر، د وطن شهيد او په نورو اوصافو يادوي. بيا د مسعود مخالفين هغه په دوه مخي سياست، د افغانانو ترمنځ په تفرقې، د پرديو هېوادونو د ګټو ساتونکی، د کورنيو او طالبانو سره د جګړو په وخت کې په قومي او ژبني تعصب او په عام وژنو، ظلم او نور کړنو تورنوي.
د روهي خبرې کوي Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو، چې
۱- ستاسو له نظره مسعود څنګه شخصيت درلود؟
۲- احمد شاه مسعود چا ووژلو؟
۳- د مسعود کومې کړنې د افغانانو د بدبختۍ او کومې کړنۍ د ښېرازۍ لامل شوې؟
۴- مسعود ته ملي اتل او ملي شخصيت ويلی شو؟
۵- د مسعود د پلويانو کړنې د نوموړي د شخصيت څرګندونه کوي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وږي مياشتې ۱۷مه نېټه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.