شاه رخ خان: که سلمان خان راته ووايي چې لاړ شه نو ځم!

روهي (درې نۍ/۱۳ د وږي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور سپور سټار لوبغاړی شاه رخ وايي، چې دا زه نن شاه رخ خان يا SRK يم، نو لامل يې د سلمان خان کورنۍ ده.

شاه رخ خان وايي "کله زه ممبۍ ته د لومړي ځل لپاره راغلم او د فلم د لوبغاړي د دندې لټه مې کوله، نو لومړی د سلمان خان د پلار سليم خان کور ته لاړم، هلته مې ډوډۍ وخوړله او سليم خان جي ډېره مرسته راسره وکړه."

نوموړي دا هم ويلي دي، "زه د لومړي ځل لپاره د سلمان خان په ملاتړ فلم ته راغلم او هر وخت چې هغه راته ووايي، چې لاړه شه نو ځم."

نو يو ځای شاه رخ خان بلګې د بالېوډ سېنما نور مشهور لوبغاړي لکه کټرېنا کيف او نور هم په دغه ډګر کې د سلمان خان او د هغې د کورنۍ ممنون دي.