
د افغانستان اوږدې غمیزې ولس دومره بې اعتماده کړ چې اوس په هېچا باور نه کوي. تر ډېره پورې ولس ملامت هم نه دی. هر چا یې په وړاندې معامله وکړه. په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني داسې کاندید و چې د هغه په وینا چې نه مې زور درلود او نه زر. ولس یوازې په دې رایه ورکړه چې فساد به له منځه یوسي او اصلاحات به راولي؛ خو له بده مرغه اشرف غني د ولس ارمانونه پوره نه کړل.
ولسمشر غني هم د پاکو خلکو پر ځای پر کمیشن کارانو ډېر حساب وکړ. د افغانستان غمیزه یوه ښه رهبر ته ضرورت لري. دا چې بیا ټاکنې را نږدې کیږي، هر یو په سټیج ارماني خبرې کوي او د فساد په وړاندې د جدي مبارزې او اصلاحاتو یادونه کوي، خو کله چې واک ته ورسیږي، کړې وعدي یې ټولې هېرې شي.
په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې کوم یو داسې شخصیت شته چې ولس ورباندې له هر اړخه باور وکړي؟ هغه شخصیت ډاکټر فاروق اعظم دی. ښاغلی اعظم یو لوی علمي شخصیت دی. د جهاد سابقه يې هم ډېره سپېڅلې ده. کله چې جهاد ختم شوی دی، وسله یې اېښې ده او د سولې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. له عصري او دیني علومو څخه برخمن دی. د وزارت تر کچې یې دندې ترسره کړې دي، خو نه یې لوړ پوړه ودانۍ جوړې کړې او نه هم محلونه. اوس هم په کابل کې په ټیټه سویه کور کې اوسیږي.
پر نړیوالو روابطو او ژبو کې ښه مهارت لري. د دې ټولنې له کلتور او عنعناتو سره ډېر بلد دی. د تقوا او پرهېزګارۍ ښه بېلګه ده. د افغانستان د اساسي جوړونې لپاره یو ښه پلان او طرحه لري. په ملي یوالي باور دي. د غوره مشرۍ، منطق او استدلال خاوند دی. په واضیح توګه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د موجوده ناخوالو لپاره بهترین بدیل دی. په عامه ذهنیت کې هم پر ولسونو ګران دی.
درې هغه مسایل چې د افغانستان لپاره ډېر مهم دي، لومړی سوله ده. فاروق اعظم په سوله کې ډېره تجربه لري. دویمه مسله د اوبو ده چې نوموړي په دې اړه زیات کتابونه لیکلي او څېړنې یې کړې دي او درېیمه موضوع اداري فساد دی چې د فساد په وړاندې قاطع دريځ لري. په خپله هغه وايي تر هغو چې فساد له منځه لاړ نه شي، وطن هېڅکله نه جوړیږي.
ښاغلی ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان یوه لویه هستي ده. که له دې هستۍ څخه سمه استفاده وشي، په راتلونکي کې د افغانستان د رنځ دوا کېدلای شي.