افغانستان له ایرلنډه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګتله

روهي (جمعه/ ۹ د وږي)، افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلنډ څخه د يوې ورځنيو لوبو سيالي په وروستۍ لوبې سره وګټله.

افغانستان نننۍ لوبه په اتو ويکټو وګټله او ۱۵۷ توپونه پاتې هم وو.

په دغه لوبه کې افغان لوبغاړي رحمت شاه ښه لوبه وکړه او ۳۳ منډې يې وکړې او د ايرلنډ په لوبډله کې ویلسن ښه وځلېد او ۲۳ لوبې يې وکړې.

افغانستان او ايرلنډ درې يوې ورځنۍ لوبې تر سره کړې چې لومړۍ او درېيمه يې افغانستان وګټلې او دويمه يې ايرلنډ ته له لاسه ورکړه.