محمد حنيف اتمر ولې استعفا ورکړه؟ راتلونکي پلانونه يې څه دي؟

محمد حنيف اتمر ولې استعفا ورکړه؟ راتلونکي پلانونه يې څه دي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د همدې اونۍ په سر کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. محمد حنيف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د کليو پراختيا، پوهنې او کورنيو چارو د وزير په توګه دندې تر سره کړې وې. د حامد کرزي د حکومت په وروستيو کې نوموړی د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم غړی شو او هلته يې رول او شتون د دروند اغېز وړ وو.

د ملي يووالي حکومت په راتګ سره نوموړی د ملي امنيت شورا د سلاکار په توګه وټاکل شو. محمد حنيف اتمر له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره يې د سولې پروسه بريالۍ کړه او د افغانستان په بهرني او کورني سياست کې يې کړنې اغېز لرونکې او د ارزښت وړ وې.

محمد حنيف اتمر د ولسمشر محمد اشرف غني له نېږدې کسانو څخه وو او په ډېری ناستو کې ولسمشر د نوموړي د کړنو ستاينه کوله او ده هم په خپلو خبرو کې د ولسمشر له پرېکړو او پاليسو ټينګ ملاتړ او هوکړه ښکاره کوله.

د ملي يووالي حکومت په وروستي کال د هېواد امنيتي وضعيت پسې کړکېچن شو او ولسمشر په امنيتي ارګانونو په غوسه شو. په غزني کې د طالبانو د څلور ورځنۍ جګړې، د ملي امنيتي ځواکونو د تلفاتو لوړ شمېر او د لوی اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ راکټي بريدونه هغه څه وو، چې ولسمشر د امنيتي سکتور له مشرانو د استعفا غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د غوښتنې وروسته د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي، کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت رئيس محمد معصوم ستانکزي خپلې استعفاوې ولسمشر ته وړاندې کړې.

ولسمشر غني د دغه کسانو له ډلې څخه د ملي امنيت شورا د سلاکار محمد حنيف اتمر استعفا ومنله او د پاتې درېيو نورو امنيتي ادارو مشرانو استعفاوې يې رد کړې.

محمد حنيف اتمر په خپلې استعفا پاڼه کې ليکلي وو، چې د حکومت دننه ژور اختلافات لامل شول، چې خپله دنده پرېږدي او استعفا ورکړي. ولسمشر غني د محمد حنيف اتمر پر ځای په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفير حمدالله محب د نوي سلاکار په توګه وټاکلو او د نوموړي په پېژند غونډه کې يې وويل، چې محمد حنيف اتمر وړ کس وو، له تجربو به يې ګته واخېستل شي او استعفا يې د ملي ګټو په پار ومنل شوه.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه په همدې موضوع خبرې کوو؛
۱- ولي محمد حنيف اتمر د ملي يووالي حکومت په ورستيو مياشتو او د هېواد په کړکېچن سياسي او امنيتي وضعيت کې استعفا ورکړه؟
۲- آيا د ولسمشر غني او د اتمر ترمنځ اختلاف شتون درلود؟ که چېرې اختلاف وو، نو په څه اساس وو او کوم ډول اختلاف وو؟
۳- د محمد حنيف اتمر راتلونکي پلانونه څه دي؟ آيا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند به شي؟
۴- د ولسمشر غني او محمد حنيف اتمر ترمنځ د اختلافاتو تر شا د کوم بل چا لاس شتون درلود؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وږي مياشتې ۱۰مه نېټه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.