روهي (جمعه/۹ د وږي)، افغانستان او ايرلنډ نن ورځ جمعه خپله وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه تر سره کوي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت ۳ بجې او ۱۵ دقيقې پيل کيږي.
د يوه ورځنۍ نړيوالو لوبو په بهير کې افغانستان او ايرلنډ په همدې اونۍ کې دوه لوبې تر سره کړې، چې يوه يې افغانستان او يوه يې ايرلنډ وګټله.
له دې وړاندې افغانستان له ايرلنډ سره درې شل اوريزې لوبې درلودلې، چې درې واړه افغانستان ګټلې وې.
وروستي