ټولنيزې رسنۍ: افغان سندرغاړې لطيفه عزيزي د ځان وژنې ناکامه هڅه کړې

روهي (درې نۍ/۶ د وږي)، تېره ورځ په ټوېټر او فېسبوک داسې راپورونه خپاره شول، چې د لطيفه عزيزي په نوم افغان سندرغاړې ځان وژنه کړې ده.

که څه هم په رسمي ډول دغه راپورونه نه دي تائيد شوي، خو ويل کيږي، چې نوموړې د ځان وژنه هڅه کړې وه، چې ژغورل شوې او اوس مهال په روغتون کې ده.

په خپله لطيفه عزيزي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې ولې يې د ځان وژنې هڅه کړې او يا دا چې داسې کومه څه نه دي تر سره شوي.