
د خپل هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ د سرحداتو ساتل د هر حکومت اصلی دنده ده هر سیاسی نظام او ګوند چې پر کوم ملک حاکم وي لومړني هدف يې دا وي چې د خپل دولت څخه پوره او په سمه توګه ساتنه وکړي هغه که د تیر حکومت د پالیسۍ مخالف وي یا موافق باید چې د هیواد اصول او قوانینو ته پوره درناوی او احترام ولري او ملی ګټو ته ژمن وي.
د تاریخ له نظره ویلای شو چې د جاسوس کلمه ډیر پخوانی قدامت لري د باستان او کلاسیک په دوره کې د جاسوس کلمه ته اشاره شوې لکه د بابل په نسخه کې ۱۰۰ ځلې د جاسوس کلمه ته اشاره شوې او د جاسوس کلمه په شرق کې هم ډیره اوږده سابقه لري د میلاد نه مخکې د هند او چین امپراطورانو خپل قلمرو د جاسوسانو په مرسته تظمین او ساتنه يې کوله.
د همدغه هدف لپاره هر حکومت نظامی او امنیتي ځواک جوړوي چې د کلنۍ بودجه څخه ورته په زیاته کچه ځانګړې کوي او په روزنه او وسایلو يې مصر فوي تر څو وکړی شي چې د خپل حکومت قوم او ولس نه ساتنه وکړي او د کورني او بهرني د ښمن په وړاندې کلکه مبارزه وکړي.
د هر نظام امنیتې او دفاعی ځواکونه په پوره شهامت او میړانه د خپل حکومت نه دفاع کوي او نه پریږدی چې کورني او بهرني دښمنان د حاکم نظام په وړاندې ناوړه اعمال تر سره کړي.
د دوه هیوادونو ترمنځ د خپل منځې شخړو پیدا کیدل او داسې نور لکه د مادیاتو او معنویاتو نه برابری دوه هیوادونه په خپلو کې رقابت او سیالۍ ته اړ کوي.
او هر دولت کوښښ کوي قدرتمند و اوسي او مقابل طرف تر فشار لاندې راولي چې د دغه کار لپاره د یوه او بل د رازونو او پلانونو د پوهیدو په خاطر کوښښ کوي چې د هغه د پلانونو او پروګرامونو څخه ځان خبر او له منځه یوسي او د دغه هدف لپاره ځنې اعتباري کسان تربیه کوي او په دنده ګماري تر څو د بل هیواد د رازونو او پلانونو ځان خبر او د خپل حکومت له لوړپوړو کسانو سره شریک کړي چې دغه کس ته جاسوس وایې.
جاسوس هغه کس دی چې وکړی شي په یوه او بل نامه د هغه کسانو سره راشه درشه او ملګرتیا ټینګه کړي چې د مهمو رازونو او پلانونو خبر وي اودی هم ځان پرې خبر چې دغه کس ته په حقوقې او سیاسی ډګر کې د جاسوس کلمه کاریږي.
پدې وروستیو کې چې ټکنالوژۍ په بې ساری توګه پرمختګ کړي او ورځ تر بلې مخ په وړاندې روان دی داسې شرایط را منځ ته کړی چې بدون د مخاطب کس نه کولی شي د نورو رازونه او پلانونه کشف او ځان پرې خبر کړي او جاسوسان کولي شي د کمپیوتر او نورې پرمختللی ټکنالوژي په مرسته خپل هدف ته ځان ورسوي او هغه کسان چې په مخامخ توګه یا د تخنیکي وسایلو په مرسته د خپل دولت یا نظام رازونه او پلانونه د پردیو خلکو سره شریکوي د خاین په نامه یادیږي.
په اوسنیو شرایطو کې زمونږ په هیواد کې جاسوسان په زیاته کچه شتون لري چې نه یواځې حکومت بلکي د هیواد هر وګړی پرې خبر دي چې څوک د چا لپاره کار کوي د مادیاتو په بدل کې خپل هیواد خلک او د حکومت مهم رازونه د هغوي سره شریکوي چې ډیری کسان يې په لوړو چوکیو ګمارل شوې هم دی خو پوښتنه دا ده چې ولې حکومتې چارواکې د دغه کسانو په وړاندې چې تر لمر مشهور دی قانوني چلند نه کوي ؟ چې د داسې کسانو شتون په حکومت کې د ننه د حکومت او دولت لپاره لوی سرخوږی دی .