
روسیه د یوشتمې پیړۍ یو زبرځواک، موډرن او د نړۍ په اقتصاد کې مهم رول لوبونکی هیواد دی.
په پوځي ډګر کې یې د ګرجستان، چیچنیا اوکراین (کریمیا) او سوریي جګړې د شوراوي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته وګټلې.
له دوه زرم کال را په دیخوا نړيوالې ارینا (ډګر) ته د نوې روسيي، فکر، عمل او سیاست سره را ښکاره شوې ده چې، د پخوا په نسبت د عمده بدلون سره خپل باندنی او داخلي سیاست د ښه او مؤثر ډیالوګ له مخې پر مخ وړي او د هر ډول ادلون بدلون لپاره ښه الترناتیف ډیالوګ بولي. چې ښه مثال یې د سوريي هیواد نه د کیمیاوي وسلو راټولول وو.
په دې کار سره یې یو سیاسي ډیالوګ بریالی او د شخړې حل تر خپل مسیره ورسو او بل طرف یې د خپل غټ رقیب امریکا پلان په نطفه کې خنثی کړ،امریکایانو ته هیڅ بهانه پاتې نه شوه چې په سوريي پوځي حمله تر سره کړي.
له بله طرفه یې د نوې استخباراتي ادارې په مټ د شوروي اتحاد ټولو هیوادونو خارجي سیاست د روسیي په ګټه څرخول مهار کړي او ځانګړي مسیر ته یې سیخ کړي دي. نه تنها روسيي ته دا سیاست ګټور تمام شوې دی بلکې د شوروي پخواني اتحاد هیوادونه یې هم د غرب د مداخلې نه ویستلي دې. یواځې اوکراین ترې سرکشي کړې چې نتیجه یې د څو کلونو جګړه د "دنیڅک" او "دنبس" په ښار کې ویجاړې، قتلو قتال او د کریمیا د خاورې د لاسته ورکول دي چې د روسيي لپاره خورا یو سټراټيجیک او پراهمیته جغرافیه ده.
د روسيې نوې مطبوعاتي او استخبارتي دزګاوې دومره غښتلې شوې دي چې ټوله اروپا یې د خپل پوخښ لاندې راوستې او همدا علت شوې چې پوتین څو کاله مسلسل د دونیا د رهبرانو په سره کې راغې او ان د امریکا په انتخاباتو کې یي هم د لاس وهنې انګازې ښکته او پورته شوې.
اوس رازو دې ته چې پاکستان له روسيي څه غواړي؟ او روسیه ولې د هغه هیواد سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي چې په افغانستان د شوروي د یرغل د ماتیدو (چې د امریکا سټراټيجیک پلان یې د افغانستان او روسيي په اړه پلي کوو ) ښکاره دښمن دی؟
له یوه طرفه پاکستان د هغو ثبوتونو چې افغانستان او هندوستان حکمتونو د نړۍ د امنیت شورا او نړۍ والې ميډیا ته (همدا رنګه د ویښو ځوانانو لخوا مستند ویډیوي تصویرونه د خواله رسنیو له لارې) وړاندې کړل او ان رسمي شکایتونه یې ترې وکړل، نو پاکستان په قراره،قراره د ترهګرو د تمویلونکې هیواد په پيژندلو نړۍ والو ته څرګند شو او د ډيرو فشارونو لاندې راغی چې ان امریکا هغه مرستې پرې هم بندې کړې چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره به یې هر کال ور کولې او بلاخیره په دې ورستیو کې د ترورزیم د تمویلونکې او روزونې هیوادونو په خړ لیست کې شامل شو.
کله چې په پاکستان د امریکا له خوا هغه پیسې بندې شوې چې د تروریزم سره د مبارزې (د مبارزې لپاره نه بلکې د ترورزیم د تمویل لپاره به یې په لږښت رسولې) لپاره به یې ور کولې، د اقتصادي بحرنونو سره سره د سیاسي داخلي او بیروني کړکیچ سره هم مخ شو نو؛ د ترورزیم تمویلیدو لپاره یې د دنیا د یو زبر ځواک هیواد سره لاسونه یو کړل چې امریکا ته وه ښايي چې له امریکا پرته یو بل زبرځواک هیواد ته یې هم لاسونه رسیدلي دي او ښايي امریکا په دې وه زوروي. ښايي هغه کارونه چې پخوا د امریکا په ورکړل شوو پیسو تر سره کیدل اوس د روسانو پر مټ ترسره کيږي ترڅو دوې خپلې سټراټيجیکې موخې متحرکه وه ساتی.
له بله پلوه روسیه غواړي امریکا په افغانستان کې ماته کړي،کټ مټ لکه امریکا چې د شوروي اتحاد په ماتیدو او د افغانستان په جهاد؟ کې مخامخ د پاکستان پر مټ جګړه کوله. غواړي دنیا ته وه ښايي چې امریکا برناحقه په عراق او افغانستان حملې کړي، قتلوقتال، ویجاړۍ د بې ګناه انسانانو او ان د ژوو وژنه باندې بوخت دي، چې دا برخه یې د مطبوعاتي دزګا له لارې په بریالۍ توګه پر مخ روانه ده او د اروپا او منځنۍ اسیا هیوادونو عام وکړو او ځینې ګوندونو کې یې له ورایه د امریکا د متحده ایالاتو نه کرکه او نفرت ښکاري.
له بله پلوه د پاکستان پر مټ د طالبانو واګي د روسانو په لاس کې وړکړل شوې/ ورکول کیدونکې دي. د کندوز په جګړه کې دا خبره تر ډيره حده د افغانستان عامو خلکو او ان سیاسیون هم منلې چې په یاده جګړه کې روسان ښکیل وو او هتا ځینو راپورونو خو د روسي د نظامي دوکتورینو شتون هم خودلی وو.
له بله پلوه روسان د پاکستاني عسکرو سره ګډ پوځي تمرینات تر سره کوي،روسانو ته به یې څه ګټه وي چې د دریمې نړۍ د یوه هیواد سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي چې په هیڅ کچ د روسيي انډول نه شي کیدی؟ خبره څرګنده ده: روسیه غواړي په دې تمریناتو سره لمړی د پاکستان بادار انګلستان او د امریکا متحده ایالات وزوروي چې د هغوې سټراټيجیک ملګری اوس د بل په اشاره ناڅي او په عین وخت کې د پوځیانو په لیکو کې استخباراتي کار کوونکې هم ښايي ولري تر څو هغه مالوماتو ته لاس رسی پیدا کړي چې د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ تبادیله شوي وي.
اوس اوس چې طالبان د روسيي په اشاره جګړو ته شدت ورکوي او د امریکا د ناکامولو هڅې کوي او یا طالبان په مسکو کې د سولې د خبرو لپاره حاضریږي دا د افغان دولت پازه (مسؤلیت) دی چې د سولې په خبرو کې ور ګډ شي،هر ډول سیاسي ډیالوګ ته حاضر شي، او په دې برخه کې باید د امریکا د متحده ایالاتو د غوښتنو خلاف د ډیالوګ الترناتیف غوره کړي. سوله په دې ارزي چې تر ټول دروازو پسې ورتیر شي.