د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ نن پليږي

روهي (دوه نۍ/۵ د وږي)، افغانستان او ايرلنډ به نن ورځ د درېيو يوې ورځنيو لوبو لړۍ نن ورځ پيل کړي. د دغه سيالو لومړۍ لوبه نن، دويمه څلورنۍ او وروستۍ لوبه يې د جمعې پر ورځ کيږي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دا لوبې د را روان نړیوال جام سیالیو ته د تياري او چمتوالي په پار تر سره کيږي، چې دواړه هېوادونه به په دغه پړاو کې خپل چمتوالی ونېسي.

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ په نننۍ لومړنۍ لوبه کې به افغان لوبغاړی شهزاد محمدي لوبه تر سره نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان له ايرلنډ څخه دوه لوبې ګټلې وې، چې درېيمه لوبه د باران له امله تر سره نه شوه.