د کرکټ د نړیوالې شورا یا «ICC» افغان لوبغاړی راشد خان په لومړۍ درجه کې شامل کړ

روهي (يوه نۍ/۴ د وږي)، د ازادۍ راډيو د راپور په اساس، د کرکټ افغان لوبغاړی راشد خان د شل اوورېزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې یو ځل بیا په لومړی درجه راغلی دی.

دغه درجه بندي چې د کرکټ د نړیوالې شورا یا «ICC» اعلان کړې ده، چې افغانستان په کې اتم ځای لري، پاکستان، هندوستان او اسټراليا په لومړي، دويم او درېيم مقامونو کې دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا «ICC» له خوا د نورو لوبغاړو ترڅنګ راشد خان هم په لومړۍ درجه لوبغاړو کې شامل شوی دی.