د نیمروز د مرستیال والي دنده ولي وځنډول شوه؟

په سیاسي نظامونو کې تغیر اوتبدیل یا هم عزل کېدل منله شوې سیاسي چاره ده خو دا چاره په افغانستان غوندي هېواد کې پر سیاسي ذوق، سیاسي فشار، سیاسي سلیقې، شخصي ګټو او احساساتو ولاړه ده. معلومه شوه چې د کابل د لاسواکي او برواکي سیاسي ادارې د مامورانو سیاسي ماغزه لا نبوغ ته نه دي رسېدلي پرېکړي لکه مخکې چې مو وویل د ذوق، سلیقې او شخصي ګټو پر محور کوي. دا منو چې له ولسمشره تر و لسکشره ستونزې خورا پرېمانه دي خو په ارګ کې دننه ځیني سیاسي دوکانداران هڅه کوي چې هغه څوک په لوړو څوکیو وګماري چې له وړاندې ورسره د پیسو ګټولو او ورکولو قرار داد وشي دا قراردادونه د معتبرو سرچینو په حواله څو ډوله دي لومړی که والي، مرستیال والي، رئیس یا بل لوړپوړی چارواکی په دنده ګمارل کیږي نغدي غوښتنه ورڅخه کیږي، که له نوموړي سره نغدي امکانات نه وو، بیا په قرار دادي ډول پر هغه باندې اونیز او میاشتنی مالي ونډه ورغورځوي که يې په ورکړه کې پاته راغی نوسمدستي یې د عزل او لیري کولو لاره جوړوي دا جریان خورا اوږد سیاسي داستان لري چې حتی د افغانستان سیاسي تاریخ یې په شرمونو وشرماوه. همدرد صاحب له ډېره وخته پېژنم، نژدې ورسره پاته شوی یم ، نوموړی یو مستعد او لایق مدني فعال دی، ځیرمن او په هېواد خوږمن زړه لري. همدرد صاحب چې کله په لومړي ځل د هلمند د مرستیال والي په توګه وګمارل شوله نژدې شاهد یم چې چا ورته د پیسو ورکړي جرئت هم نه دی کړی او نه هم ده ورته یوه پیسه ورکړې ده بل داچې په دې ګمارنه خدای سته خپله همدرد صاحب راضي هم نه و، همدرد هلمند ته د دندي د اجراء لپاره ولاړ کله چې يې دغاصبینو او مفسیدینو پر وړاندي قانوني ګامونه پورته کړل همدا مرکزي اداره او ارګ وو چې مفسدینو ته يې په ارګ کې بې معنویته افتخاري مډالونه او کاذبې د مشرتابه بګړۍ ورکړې او همدرد يې د فاسدینو او غاصبینو په وړاندي ذلیل کړ او په یوه بهانه يې نیمروز ولایت ته ولېږی، همدرد د خپل مدني او اصلاحي عقیدې له مخې په نیمروز ولایت کې هم د فساد پر وړاندي سموني ګامونه پورته کړل لومړی ځل يې د نیمروز د والي پر وړاندي چې په ګمرک، بند کمال خان پروژه او ښار کې په فساد کې تر څټه غرق و همدرد يې مستند اسناد ولسمشر ته ورکړل او ږغ يې په وړاندي پورته کړ ولسونو يې هم ملاتړ وکړ او والي د خلکو د هغه مدني فشار په وجه چې پر مرکزي اداري يې وارد کړ له واکه لیري کړ. له کومه چې زه ددې نوې ادارې چارې له نژدې ګورم دې ادارې کې هم هیڅ ډول د اصلاح راوستلو اراده نشته، د مفسیدینو او زورواکو په وړاندي ډارن او محافظه کار دریځ لري، ولسمشر غني له دې ښه خبر دی چې پر شاوخوا يې سیاسي دوکانداران را څرخېدلي دي یا خو يې وس کار نکوي او یا يې هم اراده مړاوې ده. له کوچني ماموره نیولې تر غټه پورې ټول په یوه مفسد نیټ وړک کې سره راټول دي. له هرڅه وړاندي ورته مادیات ارزښت او درنښت لري، نه وطن سره خواخوږي په کې شته او نه هم د فساد پر وړاندي قاطع اراده. سړی حیران پاته شي چې که د دې هیواد برخلیک د داسي کسانو په لاس کې وي خدای شته که دا هیواد د خیر او ښګڼې مخ هم وویني. ځکه د همدرد دنده ځنډول په دې معنا دي چې د اوسني نظام په سر کې چې کومې کړۍ شته بېله کاذبو شعارونو نور هیڅ ډول هیوادنی زړسوی نه لري او نه هم غواړي چې پر هیواد مین کسان په دندو وګماري. زه له یوې خوا د همدر په دندنه ځنډولو سخت خواشینی یم او له بله اړخه خوښ یم چې د دې قاچاقي، مافیایي او مفسد پرسته نظام له بویناک او ککړ پوستین څخه راووت. همدرد صاحب ته مې سپارښتنه دا ده چې بیرته خپل مدني فعالیت ته وروګرځي او د دې ادارې پر وړاندي یو سخت اصلاحي دریځ غوره کړي ځکه دا نظام نور د زغم او تم وړ نه دی.