
د انګریزي استعمار پر وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹ کلیزې له امله ټولو افغانانو په ځانګړي توګه دهغو شهیدانو کورنیو ته چې د همدې خپلواکي په لاس ته راوړلو کې شهیدان شوي او د خپلو سرونو په نظرانه کولو سره یې موږ ته دا ویاړ را په برخه کړ مبارکي وایم.
له نن څخه ۹۹ کاله وړاندې د افغانستان پاچاه غازي امان الله خان د ۱۲۹۸ ه ل کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده، د فقیر خو غیرتي او ننګیالي ولس په ملتیا له انګریزي ښکیلاکګرځواک څخه خپلواکي ترلاسه کړه او د نړې نورو اسیرو ملکونو ته یې د ازادې او خپلواکې زمینه برابره کړه.
افغان مېړني او غیرتي ولس له خپلواکۍ سره د بې دریغه میني او له غلامۍ څخه د کرکې به لرلو وکولای شول چې د وخت استعماري ځواک له خپلې پاکې خاورې څخه وباسي او د ښکیلاګرو ټول پلانونه شنډ کړي.
ازادي او خپلواکي ترټولو ښایسته او له ارزښته ډکه کلیمه ده چې ټول انسانان او ژوندي مخلوقات ورته اړتیا لري، خو په ډیرې خواشنۍ سره باید ووایم چې د هېواد کورني او بهرني دښمنان نه غواړي چې دا ننګیالي او باتور ملت په سوله او خپلواکۍ کې ژوند وکړي.
دخپلو لاسپوڅو غلامانو په مرسته دا مظلوم ملت د اور په لمبو کې سوزوي او لا هم افغان مشران، میندې، خویندې، ځوانان او ماشومان په شهادت رسول کېږي او ژوند کولو څه چې د ژوندي پاتې کیدولو له حق څخه محروم دي.
هره ورځ مو په لسګونو هېوادوال د دې پردۍ او کرغېړنې جګړې له امله قرباني کېږي، کورونه یې د بارودو په لمبو کې سوځي او شتمنۍ یې لوټ کېږي.
زه د ملي امنیتي قواو په لیکو کې شهیدو سرتېرو ته د الله تعالی له دربار څخه د لوړو درجو غوښتنه کوم، کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ټولو قربانیو او فدا کاریو کوم چې د هېواد د لویشت لویشت خاورې څخه په پوره مېړانه او سرښندنې دفاع کوي ستاینه کوم.
اړینه ده چې موږ ټول د هېواد له زړه ورو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد تېر برم، عظمت او تاریخ ته په کتو له خپل ګران هېواد څخه په مېړانه ساتنه وکړو او د هېواد د ټولو میليتونو تر منځ د یووالي مفکوره غښتلې کړو، تر څو په یو لاس او د یووالي په قوت سره ټولو ننګونو او ګواښونو ته پروخت او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
په پای کې يوځل بيا ټول ولس ته د انګریزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو (د زمري د ۲۸ مې) ورځې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وايم.
تل دې وي خپلواک او سوکاله افغانستان
ژوندی دې وي افغان میړنی ولس