د زمري ۲۸مه او د غازي امان الله خان شخصيت ستاسو په ليدلوريو کې کوم ځای لري؟

د زمري ۲۸مه او د غازي امان الله خان شخصيت ستاسو په ليدلوريو کې کوم ځای لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

اعليحصرت شاه غازي امان الله خان په شلمه پيړۍ کې د افغانستان هغه پاچا تېر شوی دی، چې هم يې هېواد ته خپلواکي وګټله او هم يې په هغه وخت کې د هېواد د پرمختګ داسې لوړ فکر درلود، چې ځيني يې په اوسنۍ ۲۱ مه پيړۍ کې هم نه لري. غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ ز کال کې انګريزانو ته افغانستان یو خپلواکه هېواد اعلان کړ او له هغې وروسته يې د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته سفرونه پيل کړل، ترڅو افغانستان هم د نړۍ او سيمې له هېوادونو سره سيال کړي.

شاه امان الله خان د ستر فکر څښتن وو، خو بدبختي په دې کې وه، چې د ولس فکر يي په همغه شلمه پيړۍ کې دومره وروسته پاتې وو، چې ځيني يې په اوسنۍ ۲۱مه پيړۍ کې لري او د ځينو فکر يې د نړۍ د نورو قومونو د ۱۷مې او ۱۶مې پيړيو په څېر وو.

د افغانانو د زده کړو ټېټې کچې او وروسته پاتې فکر لامل شو، چې انګريزان دغه صادق ولس په لاس کې واخلي او هغه موخې پرې تر لاسه کړي، چې دوی ونه شول کولی، چې د افغان - انګليس په جګړو کې يې تر لاسه کړي.

د همدې افغانانو څخه په ګټې اخېستنې انګريزانو د دين په جذبه د ولس يو برخه چې دوی يې مالي او وسله وال ملاتړ کولو راپورته کړل او د ستر غازي امان الله خان پر وړاندې بغاوتونه پيل کړل. شاه امان الله خان کولی شول، چې په دغه ولس باندې خپله پاچاهي په داسې ډول ومني لکه څنګه يې چې په انګريزانو خپلواکۍ منلې وه. د غازي امان الله خان پر وړاندې ستر خنډ دا وو، چې انګريزانو يې پر وړاندې خپل ولس راپورته کړی وو او امان ونه شو کولی، چې خپل ولس په خپله وژني، نو اړ شو، چې هېواد پريږيدي او جلا وطن شي.

د شاه امان الله خان خپلواکي او د هېواد د رغونې هڅې د هېڅ افغان له سترګو پټې نه دي، خو دا چې نن دوی د تعصب په بدبختۍ کې دومره ګير دي، چې د افغانيت پر کلمي يې هم سترګې پټې کړې دي، نو د ۲۸مې او د ستر غازي امان الله خان له شخيصت سره هم قومي او تعصبي چلند کوي.

يو شمېر افغانان نن هم هغه او له هغې ډېر بد فکر لري، کومو افغانانو چې د غازي امان الله خان په دوره کې درلود او لامل شول، چې ستر غازي په هېواد پرېښودو اړ کړي. دغه پردي پاله افغانان د افغانستان خپلواکۍ ته په شک ګوري او د ستر غازي امان الله شخصيت تر نيوکې لاندې راولي.

لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، دوی دغه ډول کړنې په درې لاملونو کوي:
۱- د پرديو له خوا هم دا پروژې ورکړل شوې دي، چې عملي يې کړي. ظاهري ګټه دوی ترې واخلې او دايمي ګټې د نړۍ هېوادونو ته ورکړي.

۲- دوی اوس هم د ۱۹مو او ۲۰مو پيړۍ ذهنونه او فکرونه لري.

۳- د تعصب په بدبختۍ کې ښکېل دي او هغه څوګ يوازې ورته اتل دی، چې د دوی له قوم او ژبې څخه وي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کو، چې ستاسو له انده:
۱- شاه غازي امان الله خان څوګ دی؟
۲- د زمري ۲۸مه کوم ملي او تاريخي ارزښت لري؟
۳- هغوی چې د شاه امان الله خان او خپلواکۍ ورځې په سپکه ګوري څوګ دي او ولې داسې کوي؟
۴- افغان ولس څومره وکولی شول، چې د اسد ۲۸مې خپلواکي وساتي؟
۵- که سرې کرښې، لکه د زمري د ۲۸مې خپلواکي او د ستر غازي امان الله شخصيت تر بريد لاندې راځي، نو هېوادپاله ولس ته څه کول په کار دي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د زمري مياشتې ۲۷مه نېټه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.