چې مور مې نه وي نه ورځم...


(په یو سروکي کې د یوې پښتنې د زړۀ کړیکه)
.....
"دا پورې کلی مې د پلار دی ببو
چې مور مې نه وي نه ورځم نه مې پکار دی ببو
کاشکې مرګی نه وی!"

دا سروکی زموږ په سیمه کې له ډېر پخوا راهیسې ویل کیدو، ما چې کله په لومړي ځل واوريدو، عجیب کیف او درد مې حس کړ. دې سروکې د یوې واده شوې پښتنې د ژوند مکمله کیسه په خپله ځولۍ کې ځای کړې ده، د زړۀ ټول درد یې د همدې زرین سروکي په دسمال کې رانغاړلی دی، هغه به پوهيده، چې زما د زړۀ دا سوې کړیکه یوازې همدا ښایسته مترنم الفاظ ساتلی شي او بس. لکه یو ښکلی ګل چې خپله شیره د ګبینو ګلوزرو مچیو ته سپاري، همدارنګه یوه دردیدلې پښتنه هم د خپل زړۀ درد د لفظونو مچيو ته سپاري، چې خپله د درد کيسه لکه د ګبینو په څیر د حافظو په ډډونو کې خوندي کړي، چې ټول پښتون ولس یې خوند وڅکي.

دا سروکی ما په خپله سیمه کې اوریدلی، دا مالومات یې نه لرم، چې دا به همدلته زیږیدلی وي او که له کومې بلې پښتنې سیمې به راوړل شوی وي. خو (ببو) نوم په ځاځيو کې زیات دی، ډېری ځاځي خپلو میندو ته (ببو) وایي، د دې سروکي په سوريو لفظونو کې د یوې درددمنې ښځې د زړۀ اواز پیل شوی دی. زۀ د دې سروکی په هنداره کې داسې صحنه لیدلی شم:

یوه نجلۍ چې مور یې مړۀ شوې ده، پلار یې له کنډو اړولې (له کلي یې ویستلې)، له پلاره یې زړۀ بد دی، ممکن د لوړ ولور په بدل کې یې له کلي ايستلي وي او اوس یې ژوند په خوښه نه وي روان.

نجلۍ چې کله مخامخ خپل پلارنی کلی وویني، نو زړۀ یې پسې وخوږېږي، خو چې کله د پلار بد وریاد شي، خپلې مړې شوې مور (ببو) ته مخاطبه شي:

"دا پورې کلی مې پلار دی، ببو!"
پښتنو نجونو ته د پلار په کور کې یوازېنۍ تکیه چې د خسرګنۍ د کور ټوله ستوماني پکې خېږي، د پلارګنۍ هغه کور دی، چې مور یې پکې ژوندۍ وي، لوڼې د زړۀ حال یوازې میندو ته ویلی شي، ميندې د خپلو لوڼو پر حال تر ټولو ښې پوهېږي، ځکه دا کوم حال چې یې نن پر لور روان دی، مور یې دا هر څۀ له دې وړاندې تجربه کړي دي. په دې اړه پښتنو ښځو لنډۍ هم ویلي دي، یو څو بیلګې به دا هم درسره شريکې کړم:

چې مور یې وي لور یې ودېږي
په مور یې ړنګ کړې څلور کونجي ديوالونه.
اتکړې مور خوږې خبرې
لکه په وچو وریجو ګډې کړې شکرې
اتکړې مورې بوره مه شې
په ما خو بوره شې پردي کاله ته ځمه
د څیړۍ پاڼې مې خوراک وای
اتګړې مور نه دې بیلتون مه وای مینه.
چې ما ویلی خدای کولی
چې مور مې خواښې وای ما کړای ورته کارونه.
او.....

مور یې خپله لور په هره ښه و بده کې راغواړي، حتی چې غوا یې لنګه شي، په ورږو کې هم د لور برخه کوي(۱).

نو اوس چې د نجلۍ مور مړه شوې، بل داسې څوک نشته چې کلي ته یې راوغواړي، پلار یې بله ښځه کړې، میرۀ کله بیا د بنځۍ پوښتنه کوي. نو ځکه خو وایي:

"چې مور مې نه وي نه ورځم نه مې پکار دی، ببو!"
چې مور یې ژوندۍ وه، دې پلارګنۍ کې به یې د خوښۍ شپې کولې، د خسرګني د کور یو کال ستوماني به یې په څو شپو کې اچوله، خو اوس ورته هغه کور و کلی بې خونده دی، که څۀ هم پلار یې پکې دی، خو څنګه وایي:

چې مور یې میرۀ شي، پلار یې پلندر شي.
په اخېر کې له سوي زړۀ وایي:
"کاشکې مرګی نه وی!"
که مرګ نه وی اوس خو به کله کله خپل د خاپوړو کلي ته ورتلم او له شیریني مور سره به مې خپلې ورانې ويجاړې ویلې.

ــــــــــــــــــــــــــ
۱ ـ زموږ په سیمه کې چې د چا غوا لنګه شي، په ورږو کې یې خامخا د وادۀ شوې لور برخه کوي. که لرې واده شوې وه، بیا کنډاتی ورته ساتي، کنډاتی داسي وي چې ورږۀ له لږو وریجو سره ګډوي، بیا یې وچوي، چې تر ډېر وخته پورې نه ساتل کېږي. همدا کنډاتی بیا لور ته ورلیږي او یا یې چې لور راشي، همدا کنډاتی ورته ورږۀ کوي، ورږۀ ښځې خورا په شوق خوري.