فوټبال فدراسيون د مالي ستونزو له امله سږ کال د غوره ليګ سيالۍ نه کوي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د زمري)، د هېواد فوټبال فدراسيون وايي، چې سږ کال د مالي او اقتصادي ستوزو له امله نه شي کولی چې د فوټبال د غوره ليګ لوبې وکړي.

د فدراسيون مسوولين وايي، چې دغه لوبې له تېرو څو کالونو راهيسې هر کال يو ځل تر سره کېدې، خو روان کال يې د مالي ستونزو له امله پرېښودې.

د هېواد فوټبال فدراسيون رسنيو ته په يوې استول شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د غه ليګ يې ځنډولی دی او په راتلونکي کال کې به يې تر سره کړي.

د فوټبال مسوولينو له حکومت، نړيوالې ټولنې او خصوصي سکتور څخه هيله او غوښتنه کړې ده، چې د مالي ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.