د الله جل جلاله له سترو نعمتونو څخه دا دى چې وخت تر بله يې د عبادت او نيکۍ موسمونه روا ګرځولى، ترڅو انسان د الله جل جلاله په عبادت او بندګۍ وتوانيږى، خپلى نيکۍ ډيرى او ګناهونه راکم کړي.
د عبادت او نيکۍ له دغې سترو موسمونو څخه يو هم ﺫوالحجي د مياشتى لومړۍ لس ورځې دى،کومې چې د دنيا ترټولو غوره ورځې دي، الله جل جلاله ته په کې نيک اعمال له نورو ټولو ورځو خوښ او محبوب دى، رسول الله صلى الله عليه پدغه ورځو کې خپل امت نيکو اعمالو کولو ته هڅولى دى، مسلمانان بايد پدغه ورځو کې د خير او نيکۍ اعمال ﺯيات کړي، د الله تعالى په عبادت او پيروى کې له يو بله سره سيالى وکړي، او دغه مبارکه ورځې پخپل ژوند کې د کړو ګناهونو او ناروا اعمالو د له منځه وړلو لپاره فرصت وګڼى،په ناروا او بى ځايه کارونو يې تيرى نه کړي،او په هيڅ يو هغه عمل کې کمى ونه کړى چې الله تعالى ته د نيږديوالى سبب ګرځى.
مونږ بايد څرنګه د دغه مبارکو ورځو هرکلى وکړو؟
هر مسلمان ته پکار دى چې د دغومباركو ورځو د هر کلى په موخه لاندې کړنې ترسره کړى:
(۱) اخلاص:
باید په هر نیک عمل کې اخلاص شتون ولري او موخه ترې یواځي الله تعالى د رضا او دنیا او اخرت د کامیابی ترلاسه کول وی ، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی:« إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات»بخاری روایت کړی. ژباړه: یقینا د عملونو دارو مدار( منل او نه منل) په نیتونو پورې تړلی دی.
الله جلاله ته یواځی هغه عمل د منلو وړ دی چې په هغې کې اخلاص موجود وی، الله تعالی فرمایي:(( وَمَآ أُمِرُوٓا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ)).د البَیّنَة سورت: ۵ ایت.
ژباړه: او هغو ته پرته له دې بل هیڅ حُكم نه ؤ ورکړ شوی چي: د الله بندګي وکړئ او خپل دين(عمل) د هغه لپاره خالص کړي.
په کوم عمل کې چې اخلاص موجود نوی الله تعالی له هغی څخه بیزاره دی، حدیث قدسي کې راځي رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې الله تعالی وفرمايل:« أنا أغْنى الشُّركاء عن الشِّركِ، مَنْ عَمِل عَمَلا أشرك فيه مَعي غيري تركتهُ وشِرْكَهُ» امام مسلم روایت کړی.
ژباړه: زه مشرکانو له شرک څخه بیزاره یم، څوک چې کوم عمل وکړی او په هغه کې له ماسره بل څوک شریک کړی نو زه هغه او عمل یې پریږدم.
هر نیک عمل د قبلیدو شرط او اساس اخلاص دی، دا چې زمونږ په وړاندې د ذوالحجي لومړۍ لس مبارکې ورځې راروانی دی ځکه مو ترې یادونه وکړه، مونږ باید په دغه مبارکو ورځو کې په خپلو ټولو نیک عملونو کې چې موخه مو ترې د الله تعالی اطاعت او بندګی ده خپل نیتونه خالص کړو ترڅو د الله جل جلاله رضایت ترلاسه کړو.
(۲) ريښتنې توبه ويستل:
مونږ بايد پداسې حالت کې د دغو مباركو ورځو هرکلى وکړو چې خپلې عمل نامې مو د ريښتنو توبو ويستلو له لارې پاکې کړى وى،تر څو دا ورځې مو د ټولو هغه ګناهونو او ناروا اعمالو د له منځه وړلو لامل شي چې په تير ژوند کې مو ترسره کړى دي.
ځکه په توبې ویستلو کې انسان د دنیا او اخرت کامیابی رانغښتی ده الله تعالى فرمايي:(( وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)) د نور سورت:۳۱ ایت.
ژباړه: ای مؤمنانو: تاسي ټول په ګډه سره الله تعالی ته توبه وباسئ، ښايی چې بری درپه برخه شي.
(۳) له هر ډول ګناهونو او ناروا کارونو ډډه کول:
ګناهونه په دنیا او اخرت کې ناوړه پایلې لري ،انسان له خیر څخه محرومه وی ، څرنګه چې نیک عملونه انسان الله تعالی ته نیږدی کوی همدا شان ګناهونه انسان د الله جل جلاله له رحمت او مهربانی څخه لېری کوی، ډیر ځله انسان د خپلو ګناهونو له امله د نیکو اعمالو توفیق نه مومی، حافظ ابن رجب رحمه الله فرمایي:«له ګناهونو ځان وساتئ، ځکه ګناهونو د رحمت او نیکی په وختونو کې انسان له بښنی محروموی».
مونږ باید په دغه مبارکو ورځو کې له هر ډول ګناهونو او ناروا کارونو څخه ځان وساتو، ځکه ګناهونه د هغه دیوال په څیر چې د بنده او رب ترمنځ یې جلاوالی راولی، له دغه دیوال څخه د خلاصی لپاره لازمه ده چې له هر هغه عمل ډډه وکړو چې الله تعالی د غضب سبب ګرځي، ځکه کله چې الله تعالی له خپل بنده څخه راضی شي نو په دنیوی او اخروی ژوند کې ورته بری ورپه برخه کړی.
(۴) کلک او پیاوړی عزم:
مسلمان باید کلک او پیاوړی عزم ولری چې دغه مبارکی ورځې به په نیکو ویناوو او عملونو ودانوی، څوک چې د نیکی کولو عزم وکړی الله جلا جلاله ورسره مرسته کوی او د هغی د کولو اسباب ورته مهیا کوی الله تعالی فرمایي:((وَالَّذِينَ جٰهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ)) دعنکبوت سورت : ۶۹ ایت.
ژباړه: كوم كسان چي زموږ په خاطر مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري ور وښيو. او په باوري ډول الله د نېكوكارانو ملګرى دى.
مونږ باید د دغه مبارکو ورځو هره شیبه د هغه نیکو عملونو د کولو لپاره فرصت وګڼو چې د سترو ثوابونو لامل ګرځي، ځکه دا ورځې بیرته په ګوتو نه راځي، که مو دا فرصت له لاسه ورکړ نو د خپل ژوند ستره بریا به مو له لاسه ورکړی وی.
محترمو وروڼو او خویندو!!
کوښښ وکړئ چې په دغه مبارکو ورځو کې د لمونځونو پابند پاتې شئ، د قران کریم تلاوت، د الله تعالی ذکر، صدقې، روژه نیول او نور نیک اعمال زیات کړئ.
الله تعالى دى مونږ د نیکو اعمالو کولو توفیق راکړی.
وروستي