د هېواد د خپلواکۍ په شپه، د فلسطين فوټبال لوبډله افغانستان ته راځي او له افغان لوبډلې سره لوبه کوي

روهي (نۍ/۲۰ د زمري)، د هېواد د فوټبال فدراسيون وايي، چې د زمري ۲۸مه يانې د هېواد خپلواکۍ په شپه، افغانستان د فلسلطين د فوټبال لوبډلې کوربه وي.

د فوټبال فدراسيون مشر مصطفی مهرزاد رسنيو ته ويلي دي، چې افغان او فلسطينۍ لوبډلې به د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹مې کليزې په وياړ لوبه وکړي.

فوټبال فدراسيون وايي، چې د دغه لوبو او د فلسطينۍ لوبډلې د راتګ لپاره له وړاندې ټول تياري نېول شوي دي.

د ياودنې وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله اوس مهال د اروپا په غوره ليګونو کې په لوبو بوخته ده، چې تر څلور ورځو به هېواد ته راستانه شي.