ستاسو له انده؛ آيا ولسمشر غني به راتلونکو ټاکنو ته نوماند شي؟ ټاکنيز ټيم او سيال به يې څوګ وي؟

ستاسو له انده؛ آيا ولسمشر غني به راتلونکو ټاکنو ته نوماند شي؟ ټاکنيز ټيم او سيال به يې څوګ وي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د ملي يووالي په نوم د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د رامنځ ته شوي حکومت ډېر عمر تېر او د ټاکنو کمېسيون د اعلان اړوند يې يوازې د ګوتو په شمېر مياشتې پاتې دي. دغه حکومت لاس ته راوړنې او نميګړتياوې درلودلې. تر ټولو لومړۍ نيوکه چې په دې حکومت کيږي، هغه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د سياسي واک وېش او د ملي يووالي په نوم د دغه حکومت رامنځ ته کول وو.

همدا ډول، د جګړې او بريدونو زياتوالی، سياسي اختلافونه، جدي والي او بيا بېرته شاته تګ، د ولسونو ترمنځ نفاق، کرکه او نفرت هغه څه دي، چې د حکومت نيوکه کوونکو ته يې چانس په لاس ورکړی دی. د حکومت پر وړاندې په کور دننه او بهر ستونزې يوې خوا، خو په خپله د حکومت په دننه کې نه همغږي او ستونزې هغه څه دي، چې يو شمېر ملي او پرمختيايي پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

د حکومت نه، بلکې په ځانګړي ډول سره د ولسمشر محمد اشرف غني سياسي مخالفين، د حکومت پر هرې لاس ته راوړنې سترګې پټوي او په بشپړ ډول سره دغه حکومت يو پاتې او ناکام حکومت يادوي. دوی د لنډمهاله حکومت، لويې جرګې او داسې نورو بديلو لارو خبرې کوي. د دوی دغه بديلونه په دې مانا دي، چې حکومت په ټولو برخو کې پاتې دی.

بیا له بلې خوا په خپله حکومت او د ولس يوه ستر برخه ولسمشر محمد اشرف غني تر ډېره بريالی يادوي. له وسله والو مخالفينو سره سوله، د ځمکو د غصب مخنیوی، د هېواد اقتصاد پر خپلو پښو درول، د زورواکو پر وړاندې مبارزه، د ادارو پاکوالی او نورې چارې لاس ته روړانې يادوي.

اوس که څلور کاله شاته لاړ شو، نو د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنيز کمپاين او ژمنې به دريادې شي. لومړی دا چې ولسمشر غني هغه ژمنې چې د خپل ټاکنيز کمپاين په وخت کې يې کړې وې د خلکو او حکومت په وينا چې تر يو بريده يې عملي او هغه چې پاتې دي؛ يا د حکومت له دننه ورته ستونزې جوړې شوې دي او يا وخت او وضعيت نوموړی اړ کړی، چې په خپلو ژمنو کې پاتې شي. دويم د ولسمشر غني ټاکينزه ډله. د ولسمشر غني په ټاکنيزه ډله کې د هېواد د څلورو لوی قومونو کسانو او مشرانو برخه درلودله. ولسمشر غني په خپله پښتون، لومړی مرستيال ازبک، دويم مرستيال هزاره او يو بل نېږدې کس احمدضياء مسعود تاجک وو. د ولسمشر غني ټاکنيزه ډله نور هم غښتلې وه، د هېواد د مختلفو قومونو او سياسي ډلو نامتو څېرې ورسره په کې وې.

اوس د ۲۰۱۴ په پرتله هم وضعيت او هم ولسمشر غني بدلون کړی دی. بدلون په دې مانا چې ولسمشر غني هغه څه چې پخوا يې د ژمنو په ډول کول په تېرو څلور کالونو کې يې يا تر سره کړل او يا هم نه. ولسمشر په خپله ولسمشريزه دوره کې درې لوې چارې د ځان په اړه وکړې.

۱- د خپلو پرېکړو او کړنو په اساس يو شمېر هغه کسان چې پخوا يې مخالف وو، ورسره موافق او ملاتړي شول
۲- يو شمېر نور کسان چې پخوا يې ملاتړي وو، ورسره خلاف او مخالف شول
۳- يو شمېر کسان په خپل ځای پاتې دي، په تېر کې مخالف اوس هم مخالف او که په تېر کې ملاتړي اوس هم ملاتړي دي

نو په دې اساس ويلی شو، چې هم ولسمشر او هم وضعيت د ۲۰۱۴ ټاکنو ته په کتو بدلون کړی دی. ولسمشر غني ظاهراً داسې ښکاري چې لومړي مرستيال ورسره نشته، د خپلې انتخاباتي ډلې يو شمېر کسان ورڅخه ګيلامن او مخالف دي.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه په دې مسايلو خبرې کوو:
۱- آيا ولسمشر غني به د راتلونکو ۱۳۹۸ ل کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند شي؟
۲- په ټاکنيز ټيم کې به څوګ ورسره وي؟ يانې انتخابتي ټېکټ چې لومړی او دويم مرستيال دي، څوګ به وي؟
۳- پر وړاندې يې سياسي ائتلاف جوړ شوی، څوګ به يې سيال او پر وړاندې ټاکنو ته ودريږي؟
۴- ولسمشر غني به وکولی شي، چې راتلونکې ټاکنې هم په هغه ډول وګټې څنګه يې چې په تېر کې ګټلې وې؟
۵- که ولسمشر غني نوماند نه شي، نو ستاسو له نظره په بديل کې به يې څوګ ولسمشر شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د زمري مياشتې ۲۰مه نېټه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.