سيد جمال الدين افغان وپېژنئ

سيد جمال الدين افغان وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
سيد جمال الدين افغان د سید صفدر زوی دی، چې په ۱۸۳۸ ز کال کې د اوسني کونړ په مرکز اسداباد کې زيږدلی دی. نوموړی د ۵۸ کالونو په عمر په ۱۸۹۷ ز کال کې، هغه وخت چې په سيمه کې عثمانيه امپراتوري وه، په قسطنطنيه کې وفات شو. د سيد جمال الدين افغان د زېږدو په وخت کې د افغانستان سياسي واک له امير دوست محمد خان سره وو. د سيد جمال الدين افغان د مړينې لامل د ژامې سرطان ښودل کيږي.

زده کړې:
- سيد جمال الدين افغان خپلې لومړنۍ زده کړې د ماشومتوب په لومړيو کالونو کې په خپل کور کې له پلار څخه تر لاسه کړې او وروسته بيا د نور زده کړو لپاره، چې امير دوست محمد خان د افغانستان امير وو، کابل ته راغی.

- افغان په کابل کې د يو څه زده کړو له تر لاسه کولو وروسته له خپل پلار سره يوځای په ۱۸۴۹ ز کال کې د ايران پلازمېنې تهران ته لاړ.

- څلور کاله يې نورې زده کړې په عراق کې تر سره کړې.

-له عراق وروسته يې د هندوستان په لورې حرکت وکړ او د هندوستان په ممبۍ او کلکته کې يې عصري زده کړې تر لاسه کړې.

- سيد جمال الدين افغان، د اسلامي علومو ترڅنګ د فلسفې، منطق‎، ادب، فلک او ریاضي په برخه کې زده کړې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې تر سره کړې وې. نوموړي د پښتو او دري سربيره په عربي، ترکیې، فرانسوي، هندي او يو شمېر نور ژبو روانې او ښې خبرې کولی شوې.

سياسي فعاليت:
سيد جمال الدين افغان د خپل ماشومتوب پيل له زده کړو او د ځوان پيل يې د نړۍ د هېوادونو له سفرو څخه وکړ. نوموړي په ۱۹مه ز پيړۍ کې د اسلام، ټولنې، سياست، رسنيو او نورو علومو په اړه يو پراخه او ستر لیدلوری او ذهن پيدا کړ. سيد جمال الدين افغان د (تتمة البيان في تاريخ الأفغان) په عربي ژبه يو کتاب ولېکل او د وخت واکمن امير دوست محمد خان ته يې وړاندې کړ. پاچا د سيد جمال الدين افغان له فکر او عمليت څخه اغېزمن شو او نوموړي ته يې د وزارت څوکي وړانديز کړه. په هغه وخت کې هم په افغانستان کې د قدرت په سره خپل منځي جګړې او د انګريزانو لاس وهنې وې، نو سيد جمال الدين افغان اړ وو، چې د خپل ژوند ډېره برخه په بهرنيو هېوادونو کې تېره کړي.

سيد جمال الدين افغان نېږدې اته کالونه په مصر کې تېر کړل. هلته يې پراخه مبارزه وکړه او د بيان او رسنيو د ازادۍ لپاره يې کار وکړ. سيد جمال الدين افغان په مصر کې په ګڼ شمېر مقالې ليکلې او خپلو زده کوونکو ته به يې ويل، چې زما او په خپلو نومونو يې نشر کړئ، ترڅو خلکو ته ورسيږي. د سيد جمال الدين افغان دغه مبارزې رنګ راوړلو او په داسې حال کې چې د نورې نړۍ غوندې په مصر کې هم رسنۍ د حکومت تر واک لاندې وې؛ ازادې شوې.

سيد جمال الدين افغان په مصر کې له کالونو هڅو وروسته وکولی شولو چې د (مصر) په نوم يوه ورځپاڼه هم په ياد هېواد کې خپاره کړه، دا ډول کړنې د ۱۹مې پيړۍ له سترو کړنو څخه شمېرل کېدې.

مړينه:
سيد جمال الدين افغان په ۱۸۹۷ زکال کې، د ژامې د سرطان ناروغۍ له امله په ترکيه (قسطنطنيه) کې وفات شو. نوموړی په ډېر درناوي سره د ترکيې د وخت حکومت او ولس له خوا په استنبول کې خاورو ته وسپارل شو. سيد جمال الدين افغان په ۱۳۲۳ لمريز کال کې له ترکيې څخه کابل ته راوړل شو او اوس يې مقبره د کابل په اوسني پوهنتون کې ده. د يادونې وړ ده، چې څه وخت وړاندې د مصر حکومت د اسلامي نړۍ د دغه ستر فيلسوف او مبارز شخصيت مجسمه جوړه کړه، او دغه هېواد د ازادۍ په نوم پارک کې يې ولګوله.

د سيد جمال الدين افغان ځينې ويناوې:
- ده په خپل کتاب (تتمة البیان فی تاریخ الافغان) کي لیکي دي، چي زه د افغانستان یم او افغاني یم.

- زه مجبوره شوم چي خپل افغان وطن په داسي حال کي پرېږدم چي په دې وطن باندي شخصي اغراضو او تمایلونو لوبې کولې.

- نيم عمل ښه، نه زرګونه ویناوې.

- پر دیني رسۍ منګولې کلکې کړې چې دا هغه ټینګه اړیکه ده چې ترکي له عربي، فارسي له هندي او مصري له مغربي سره تړي او د خپلوۍ اړیکه ځای نیسي چې له دې سره وتوانېږو ختیځه نړۍ او یا هم لږ ترلږه اسلامي هېوادونه داسې نژدي کړو لکه څنکه چې نن اروپا سره تړل شوې ده.

- واک باید پر آزادۍ او برابرې ولاړ وي.

- نړۍ مې وکتله، اسلام نشته خو اسلامي سلوک شته، افغانستان مې وکتلو، اسلام شته خو اسلام سلوک او اخلاق نشته.