کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ منظور کړ

روهي (څلورنۍ/۱۷ د زمري)، د هېواد کرکټ بورډ تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ منظور کړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت په رسمي ډول د کرکټ له نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ سیالیو د منظورۍ او ترسره کېدو غوښتنه کړې وه چې د یادې شورا له لوري ومنل شوه.

کرکټ بورډ وايي، د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به د روان زېږدیز کال د اکتوبر په پنځمه پیل او د همدې مياشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې دوام وکړي او په دې لیګ کې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتیا پنځه لوبډلې شاملې دي.

کرکټ بورډ دا هم وايي چې د یادو پنځو لوبډلو د پېرلو داوطلبي اوسمهال روانه ده او پتیل کېږي چې دغه لړۍ به د روانې اګست میاشتې تر نیمایي پورې بشپړه شي.