ګوګل د انډورايډ ۹مه نسخه وړاندي کړه

ګوګل نړيوالې ټکنالوژيکي کمپنۍ تېره شنبه د انډورايډ ځيرکو موبايلونو لپاره د «Pie» په نوم نوې ۹مه او بريالۍ نسخه وړاندي کړه.
 
په ياده نوې نسخه کې د ځيرکو موبايلو د بېټريو برقي تطابقي سيسټم ته پاملرنه شوې، چې ددې نسخې په فهرست کې تر سترګو کيږي.
 
يادي نوي نسخې د ځيرکو موبايلو د سکرينونو په اندازو خپرولو هم پيل کړی، چې د روان کال په اواخرو کې به يوې نوي دستګاه ته لاسرسی ومومي.