افغان هوايي ځواک د بلک هاک چورلکو لپاره پيلوټان او نښه وېشتونکي فارغ کړل

روهي (درې نۍ/۱۶ د زمري)، افغان هوايي ځواک په کندهار ولايت کې له درې مياشتنيو زده کړو وروسته نهه پيلوټان او اته نښه وېشتونکي فارغ کړل.

په کندهار کې چارواکي وايي، چې دغه نوي روزل شوي کسان به په سويلي ولايتونو کې له افغان ځمکنيو ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.

روزل شوي ۱۷ کسان به د مرسته شوې بلک هاک چورلکو د پيلوټۍ، نښې ويشتنې، د سرتيرو او اکمالاتو د لېږد او نور اړينو برخو کې کار کوي.

افغان حکومت د نړيوالې ټولنې په همکارۍ پخوا ويلي وو، چې په انساني او مادي قوت سره به افغان هوايي ځواکونه غښتلي کوي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.