
روهي (دوه نۍ/۱۵ د زمري)، د افغانستان د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کميټه وايي، چې له دې وروسته به ملي او نورو لوبډلو ته د لوبغاړو راتګ په نړيوالو ميعارونو وي.
په کرکټ بورډ کې د غوراوي کميټې مشر نوروز منګل په دې اړه څلور شرطونه بيان کړي، چې په پوره کېدوه سره به يې لوبغاړي د کرکټ ملي، الف او نور لوبډلو ته لار پيدا کړي.
- د افغانستان تابعیت باید ولري.
- ښه فټنس ولري.
- په داخلي سیالیو کې دوامداره ګډون ولري.
- پهدغو سیالیو کې ښه ریکارډ ولري.
له دې وړاندې په کرکټ بورډ نيوکې موجودې وي، چې ملي او نور لوبډلو کې هغه لوبغاړي غوره کوي، چې د کرکټ بورډ د چارواکو او مشرانو لوبغاړو له نېږدې کسانو سره وي، خو کرکټ بورډ بيا په خپلو ټاکنو کې روڼوالي خبره کوي.