روهي (يوه نۍ/۱۴ د زمريی)، افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د انګستان هېواد په کورنيو لوبو کې په ۳۲ توپونو وکولی شول چې ۸۶ منډې جوړې کړي او په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی وشمېرل شو.
د ۸۶ منډو په جوړولو سره محمد نبي عيسی خېل کولی شول، چې د خپلې لوبډلې لپاره په اته اوورونو کې ورکړل شوې موخه پوره کړي.
په دې لوبه کې محمد نبي عيسی خېل تر ډېره څلورېزې او شپږيزې ووهلې، چې هم منډې لوړې کړې او هم يې د خلکو پام ځان ته کړ.
د انګلستان په کورني لیګ ویټالیټي بلاسټ سياليو کې له محمد نبي عيسی خېل پرته دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان ارمان او مجيب الرحمن هم اخېستل شوي دي.
وروستي