
ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ۲۵ نوماندان له نوملړ لېرې کړل، خو څوګ او څنګه؟
ډاکټر نيک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د هېواد ډيری زورواکو، مافيا، بې مسووله وسله والو، قانون ماتونکو، د ځمکو غاصبينو او او نورو د وکالت له لارې وکولی شول، چې خپل قدرت په صلاحيت بدل کړي او ناوړه ګټې لا نور پسې ډېرې کړي. دغه کسانو د پيسو، بې مسووله وسله والو او مافيا په زور وکولی شول، چې ځان ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته ورسوي او له هغې وروسته يې قدرت په صلاحيت تبديل شو او خپلې شخصي خو ناوړه ګټې يې ښې په کې پيدا او خوندي کړې.
وکيلان (د ولسي او مشرانو جرګې او ولايتي شوراګانو غړي)، ټول نه؛ خو له نيمې ډېر يې هغه کسان دي، چې پورته يادې ځانګړتياوې لري. يانې يا زورواکي دي، يا فسادکوونکي دي، يا وسله والې ناقانونه ډلې لري، يا يې غصب کړی او يا يې له بلې نامشروع لارې پانګه پيدا کړې، وروسته يې په ټاکنيزو کمپاينونو لګولې او له ځان يې وکيل جوړ کړی.
دغه کسانو د هېواد ملي ګټې او د افغانانو ترمنځ يووالی؛ د پارلمان او ولايتي شوراګانو له مايکونو څخه او په خپلو ناتسو کې زيانمن کړ؛ هغه څه يې وويل او ويې کړل چې زړه يې غوښتل. له دې پرته يې له پوليس او ترافيک نيولي، بيا تر ښوونکو، استادانو، ډاکټرانو او ټېټ رتبه مامورينو پوري کسان سپک او ورټل او هم يې فزيکي وهل - ټکول ورکړل. عام افغان يې هم له شر خلاص نه شول. د دوی د ناوړه ناستو او موخو قربانيان شول او يې ورڅخه خپلې ځمکې په زور ونېولې او دوی يې وګواښل.
دوی د هېواد د يو ځواک (مقننه قوې) غړي دي. دوی تر يو بريده خونديتوب لري؛ ولس او حکومت اړ دی چې له دوی ډېر څه واوري او پرې حوصله وکړي. د دوی زووراکي خنډ شوې ده، چې حکومت ورسره حساب او کتاب وکړي. که چېرې د دوی د ناوړه کړنو په اړه حکومت لاس پوري کوي نو د دوی رېښې په خپل له حکومت رابهر شوې دي او په دې برخه د حکومت رېښتي چارواکي او درديدلي افغانان پاتې راځي.
د دغه زورواکو د چڼ لپاره د ولس سترګې راتلونکو ټاکنو ته دي. ولس هيله درلودله چې لومړی به دغه کسان ونه شي کولی چې ځانونه نوماندان کړي. ځکه ولس يو څه باور پيدا کړی وو، چې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه به دوی ته اجازه ورنه کړي، چې نوماندان شي او يا به يې له نوملړ لېرې کړي. دويم دا چې، که چېرې ټاکنې رڼې وي، د پيسو او فساد پر مټ تر سره نه شي، نو دغه کسان به په ټاکنو کې هم ماته وخوري. خو د ولس هيلې يو څه بيا په ناهيلې اوښتې دي. ډېر زورواکي د ولسي جرګې لپاره نوماندان دي او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وويل، چې يوازې يې ۲۵ کسان له نوملړ لېرې کړي دي.
څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې ګڼ زورواکي په خپله او يا هم خپل کسان نوماندان کوي، نو کله چې د سلګونه زوراکو له ډلې يوازې ۲۵ کسان له لېست شړل کيږي، نو زورواکي څوګ دي او نور څه شول؟
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونييزه خپرونه کې په همدې خبرې کوو چې؛
۱- ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ۲۵ نوماندان له نوملړ لېرې کړل دا زورواکي څوګ دي؟
۲- د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دغه چڼ څومره بې پرې، ريښنی او له فشارونو لېرې وو؟
۳- آيا ډاډمن يې چې له دغه کسانو پرته به بل کوم زورواکي د نوماندۍ په مقام نه وي پاتې؟
۴- دغه کسان به وکولی شي، چې له کومې بلې لارې بيا خپلو کړنو ته پوښ ورکړي او نوماندان شي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او غوښتنې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د زمري مياشتې ۱۳ مه نېټه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.