د نیوزیلانډ کرکټ لوبډله پاکستان ته نه ځي

روهي (څلورنۍ/۱۰ د زمري)، د د نیوزیلانډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته له تګ انکار کړی او ټاکل شوې چې د دغه دوو هېوادونو ترمنځ لوبه په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

د ازادۍ راډيو د خبر له مخې د نيوزيلانډ کرکټ بورډ د امنيتي مسايلو له امله له پاکستان سره په روانې اکتوبر میاشت کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او ۲۰ اوورېزه لوبې لپاره پاکستان ته د تګ انکار کړی دی.

د نیوزیلانډ د کرکټ بورډ رئیس ګرېګ بارکلي ویلي چې د امنيتي ستونزو په اساس يې پرېکړه چې پاکستان ته د خپل هېواد د کرکټ لوبډلې له لېږلو ډډه وکړي.

پاکستان د ترهګرو وسله والو ډلو د شتون هېواد دی، چې بهرنۍ لوبډلې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړو ترڅو په دغه هېواد کې لوبې تر سره کړي.