آپل کمپنۍ په تېر ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۲۱۶ ميليونه ايفونونه پلورلي دي

د اسهامو بازار د اپل نړيوالې امريکايي کمپنۍ ارزښت شاوخوا ۹۵۳ میلیارد امریکايي ډالره وښود او تمه ده، چې راتلونکي کې ياده شمېره تر یوه ټریلیون ډالرو پوري ورسیږي.

اپل کمپنۍ چې په سوداګريز تاریخ کې تر ټولو ارزښتمنه او شتمنه کمپنۍ ګڼل کیږي، خپلو پېرودونکو ته باکيفيته آیفون ځيرک موبايلونه، مک کمپیوټرونه او آیپډونه وړاندي کوي.

يادي کمپنۍ په تېر ۲۰۱۷م کال کې په نړيواله کچه شاوخوا ۲۱۶ میلیونه آیفون ځيرک موبايلونه خرڅ کړي، چې له دې لارې یې شاوخوا ۸۸ میلیارده ګټه ترلاسه کړې ده.

کارپوهان وايي، اپل کمپنۍ د خپلې ګټې د جاري ساتلو لپاره یوه نوي تولید رايستلو ته اړتیا لري، خو سږکال یې د اسهامو بازار کې سهم په چین او جاپان هيوادونو کې د آیفون ۸ او آیفون ۱۰ د ښه پلور له امله ۱۲٪ لوړوالی موندلی دی، چې د سهم لوړېدو یې د اپ سټور د خدمتونو په زیاتوالي کې هم مرسته کړې ده.

د اپل شتمنې کمپنۍ ترڅنګ امازون کمپنۍ هم د ټریلیون کچې ته نږدې شوې ده.

اوسمهال د امازون کمپنۍ د اسهامو ارزښت ۸۷۰ میلیارد ډالره ښودل شوی دی، دغه راز د ګوګل کمپنۍ ارزښت ۸۴۵ میلیارده او د مایکروسافټ کمپنۍ ارزښت شاوخوا ۸۱۵ میلیارد امریکايي ډالره ښودل شوی دی.