انګلستان: د ټولنيزو شبکو د زيات استعمال د مخنيوي په موخه کمپاين پيل شوی

په انګلستان کې د اجتماعي شبکو له اندازې زيات کارولو د مخنيوي په موخه د ځوانانو د راګرځونې کمپاین پيل شوی دی.
 
په دغه کمپاین کې ځوانان هڅيږي، چې د روان ۲۰۱۸م کال د راتلونکي سپټمبر مياشتي له پيله تر پایه د یوې میاشتې لپاره خپل فېسبوک، انسټاګرام، ټوېټر او نوري ټولنیزي شبکې په بشپړه توګه بندي کړي.
 
ددې کمپاین موخه داده، چې ځوانان د خپل ژوند او ارزښتمن وخت واګې بېرته په خپل لاس کې واخلي او خپل قيمتي وخت او انرژي د ټولنیزو شبکو په کارولو ضایع نه کړي.
 
ددغه کمپاین چلوونکو ویلي، له ټولنیزو شبکو لاس اخیستل کولای شي، د ځوانانو خوب، اړیکو، روغتیايي او رواني وضعيت ته ګټه ورسوي.
 
د انګلستان د روغتیایي خدمتونو ملي ادارې هم د ټولنیزو شبکو تر اندازې زيات استعمال د خلکو د رواني ستونزو لوی لامل بللی دی.
 
د څېړونکو په باور، ټولنيزي شبکې د خلکو پر روغتیا او ورځنيو چارو مثبت اغېز هم کولای شي، خو په ځوانانو کې يې ستونزه دا ښودلې، چې دوی له اندازې زيات ټولنيزي شبکې استعمالوي.