کرکټ بورډ پر شهزاد محمدي بنديز ولګاوه

روهي (يوه نۍ/۷ د زمري)، کرکټ بورډ وايي، چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي نه شي کولی، چې په يوې بهرنۍ ۵۰ اوريزې لوبې کې ولوبيږي.

کرکټ بورډ دغه بنديز له د وجې پر شهزاد محمد لګولی دی، چې نوموړی له نورو سره د چلند او سلواک اصول مات کړي دي.

په دغه نړيوالې ۵۰ اوريزې لوبه کې له ګډون پرته به شهزاد محمدي د یوې شل اوریزې لوبې د فیس ۵۰ سلنه جریمه هم ورکوي.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، شهزاد محمدي به د ایرلنډ پر وړاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې چې د روان کال د اګست په ۲۷ مه ترسره کېږي، ګډون ونشي کړلی.