
ډاکتر محمد ابراهيم شينواری
افغانستان به په ۲۰۳۰ کال کې د اوسني نفوس دوه چنده (د ۵۰ ميليونو) شاوخوا کې نفوس ولري. د نفوسو د دغه زياتوالي په وړاندې دقيقې پاليسيانې او علمي او عملي پروګرامونه پکار دي، چې د ولس او دولت په ګډه همکارۍ بايد جوړ او پلي شي.
دوه نړیوالوموسسو د افغانستان د راتلونکي نفوس وړاند وینه کړې ده. د ملګرو ملتونو د نفوسو څانګه وایي چې افغانستان به په ۲۰۳۰ کې د ۵۰ میلیونه په شاوخوا کې نفوس ولري؛ خو د امریکا د متحده ایالاتو د نفوسو بیرو بیا وایي، چې دغه شمېره به د ۴۳ میلیونه په خواوشا کې وي .
د ملګرو ملتونو د وړاندوینې اساس د هرې مور پر سر د اولاد زېږولو منځنۍ کچه ده چې په افغانستان کې 6.4 ده (یانې هره مور په منځني دول تر شپږو زیات ماشومان زیږوي)، خو د امریکا د نفوسو بیرو بیا د افغانسان د روغتیایي سروې په رپوټ استناد کوي، چې دغه کچه پکې 5.7 ته راښکته شوې ده او ځکه بیرو خوشبینه ښکاري چې په افغانستان کې به د نفوسو هغه سرسام آور زیاتوالی چې په دې وروستیو لسو کلونو کې یې هیڅ بدلون نه کاوه، اوس کنټرول شي . د نفوسو بیرو خوشبینه ښکاري چې د افغان کورنیو سایز به کم او د نفوس وده به په نسبتاً ښه حالت کې شي .
ځینې مستقل شنونکي بیا د بیرو له تحلیل سره په دې دلیل موافق نه دي، چې پورته یاده شوې سروې یواځې په ارامو ولایتونو کې تر سره شوې او د نفوسو چټک زیاتوالی زیاتره په ناآرامو سیمو کې ډېر دی .خو که د نفوسو د بیرو وړاندوینه سمه هم وي، د افغانستان د نفوسو زیاتوالی ډېر زیات دی او له همدا اوسه د داسې پالیسیو او پروګرامونو جوړولو ته اړتیا ده، چې د دغه زیاتېدو چلنجونو ته ځواب ووایي .
اوس افغانستان د نړۍ د ډیرو وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې دى او ۴۲% خلک يې د فقر تر ليکې لاندې ژوند کوي . افغانستان دمجموعي کورنیو توليداتو (GDP) له نظره د نړۍ ۱۰۹ هیواد دی او د یو تن پر سر یې دغه کچه ۸۰۰ امریکایي ډالره ده، چې د نړۍ په ۱۹۵ هیوادونو کې ۱۸۴ مقام لري. (د ۲۰۰۹ کال اټکل)
په هرو سلو زرو ښځو کې، چې زېږون کوي ۱۶۰۰ خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او افغانستان په دې برخه کې په آسيا کې لومړى او په نړۍ کې دويم مقام لري او د ماشومانو او نويو زېږېدليو ماشومانو د مړينو د کچې له مخې هم په لسو ډېرو ستونځمنو هېوادونو کې حسابېږي .
د چاپېريال چټلي او د هوا ککړوالى يوه بله لويه ستونزه ده، چې افغانستان ورسره مخ دى او کابل د نړۍ کثيف ترين ښار بلل شوی دى .
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې تر ټولو ځوان نفوس لري او ۶۸% وګړي يې ځوانان دي، چې ځانګړي چيلنجونه لري. د ۱۵ او ۲۹ کلونو تر منځ ځوانان د هیواد دټول نفوس نیمایي (۵۰٪) جوړوي، چې دغه ځوانان کار او اشتغال غواړي او د نوو نېکمرغه کورنیو د تشکل هیلې لري . دامریکا په متحده ایالاتو کې دغه نسبت ۲۶٪ دی، خو هغه د ستر اقتصاد لرونکی هیواد هم دغه مسله یوه ستونزه ګڼي او د بیکارانو لښکرې یې هر خوا ګرځي، نو موږ به د دغو ځوانانو ستونرې څنګه حلوو. د بلې خوا په افغا نستان کې منځنی عمر ۴۳ دي، چې دا یوه بله ستره ستونزه ده .
له بلې خوا په هیواد کې دولتي او نادولتي زېر بناوې نړېدلې او يا بېخي خامې او کمزورې دي او اداري فساد يوه لويه رسوايي ده او ټول موږ ته اخطار راکوي، چې د نفوسو دغه زياتوالي ته کافي تيارى نشته او د لويو ټولنيزو او ممکن سياسي ګډوډيو د احتمال وړاندوينه ترې کېږي .
اوس موږ ۱۲۷۰۰ روغتيايي مرکزونه او پوستې لرو، چې د (۲۵ میلیونه) نفوس لپاره کافي نه دي؛ نو په ۲۰۳۰ کال کې د ۵۰ میلیونه کسانو لپاره باید کم تر کمه ۳۲۰۰۰ روغتيايي مرکزونه او پوستې ولرو، آیا موږ له خپلو عایدانو څخه دغه جوړولاى شو؟
اوس ۲۵% افغانان پاکو او روغتيايي اوبو ته لاسرسى لري، په ۲۰۳۰ کال کې ۵۰ میلیونو ته موږ دغه اسانتياوې څنګه برابرولاى شو؟
موږ به په ۲۰۳۰ کال کې ۵۰ زره ښوونځيو، ۲۰۰ میلیونو کتابونو، اویو میلیون روزل شويو ښوونکيو او په زرګونو تخنيکي او مسلکي کادرونو ته اړتيا ولرو؛ چې زموږ ۲۵ میلیونه زده کوونکو ته تدریس وکړي. خو آيا موږ په راتلونکو شلو کلونو کې دغومره ډېره تياري کولاى شو؟ همدا سږکال د ښوونځي د زده کوونکو په شمېر کې ۲۵۰۰۰۰ تنه زیات شول. که خدای رحم وکړي او په افغانستان کې د ښوونځیو سوزول ودرېږي او د نا آرامو سیمو ماشومان هم ښوونځیو ته د تګ فرصت تر لاسه کړي، نو دا اړتیا به لا زیاته شي .
د نړۍ په نورمالو هیوادونو کې د هرو ۵۰ کسانو پر سر یو امنیتي کارکوونکي (عسکر، افسر) ته اړتیا ده، که څه هم زموږ جغرافیه او حالات تر دې زیاتو ته اړتیا لري، خو د همدغه معیار له مخې آیا موږ یو میلیون وسله وال ځواکونه ساتلی شو؟
فکر کېږي، چې دومره کمزورى هېواد، له داسې لړزانده اقتصادي- سياسي نظام سره په هېڅ شان دغه ډول تيارى نشي نيولاى . که څه هم دولتونه باید د شاړو ځمکو د آبادولو، د کار مېندنې د پروګرامونو د عملي کولو، د ښارونو او ښارګوټو د جوړولو، د تعلیم د با کیفیته کولو او نورو لارو دې مسلې ته تیار وای .
د نفوسو او پرمختیا د کارپوهانو په اند؛ د کورنۍ تنظيم هغه څه دي، چې ډېرو ستونزو ته ځواب ويلى شي. افغانستان هغه هېواد دى، چې د اولاد زېږونې اندازه (Fertility Rate) يې تر ټولو لوړه (6,4) ده. په تېرو کلونو کې په دې اندازه کې کوم پام وړ واضح بدلون نه دى راغلى .
بنګله دېش د نړۍ هغه هېواد دى، چې دا کچه پکې تر ټولو لوړه وه؛ خو اوس يې د کورني تنظيم د بريالي پروګرام پر اساس دا کچه 2.4 ته راکوزه کړې ده؛ خو د هېواد د زېرمو په تناسب اوس هم د وګړيو ډېرښت ته ځواب نشي ويلاى . ایران په اسلامي هیوادونو، زموږ په ګاونډیانو او مخ پر وده هیوادونو کې یو تر ټولو بریالی هیواد دی، چې د نفوسو د ډیرښت توازن پکې ډېر بریالی دی .
د نفوسو مسئله له پراختيا (انکشاف) سره نېغې اړيکې او بېلابېل بعدونه لري، او په افغانستان کې د نفوسو د ډینامیک په باب کره معلومات کم دي او یا نشته .
سمه سرشمېرنه، چې په افغانستان کې ورته شديده اړتيا ده، په يوې لانجمنې مسئلې اوښتې ده؛ ځکه تر نيمايي ډیر هېواد کې نا امني ده او که ددغو سیمو د وګړيو سمه شمېرنه ونشي، د منابعو په وېش او سياسي نماينده ګۍ کې به د دوى په حق کې ستره بې عدالتي وشي، چې راتلونکيو لانجو او ستونزو ته به لار هواره کړي .
د ټولنې د بېلابېلو ګروپونو لپاره انکشافي پلانګذاري مهمه ده، ځوانان، ښځې، بېوزلان، معلولين، د شهداوو وارثين، د بېلابېلو مسلکونو کادرونه په يقيني ډول هله معلومولاى او راتلونکي پلانونه ورته جوړولاى شو، چې په اوس وخت کې سمه شمېرنه ولرو.
د کورني تنظيم يو پراخ ملي پروګرام پکار دى، چې دولتي او نادولتي ټولنې او ولس پکې لوى مسووليت لري .
د ديني علماوو رول په دې برخه کې حياتي او اساسي دى؛ ځکه دا موضوع مذهبي اړخ هم لري او د افغانستان د علماو فتواوې ډیرې ضرور دي . سره له دې، چې د مصر، هند، پاکستان او ايران علماوو په دې برخه کې روښانه فتواوې صادرې کړې دي او په افغانستان کې هم يو څه کار شوى دى؛ خو د نفوسو د متوازن ډیرښت او د کورني پلان د يوه بريالي پروګرام د تطبيق لپاره په افغانستان کې د ديني علماوو ډېره کلکه همکاري او لارښوونه پکار ده او د دولت او ټولنې له خوا بايد چټک، بيړني او عملي ګامونه واخيستل شي .
داسې ښکاري چې افغان دولت لا هم د نفوسو په باب پالیسي نه لري . دا مهمه ده چې دولت دغسې پالیسي ولري، چې پکې د نفوسو د ډېرښت، بېلابېلو ډموګرافیکي ګروپونو، او د دوی هر یوه لپاره د ټولنیزې او اقتصادي ودې د پلانګذارۍ په باب فکر وشي .
همدا راز د دې فکر وشي، چې موږ به په راتلونکو کلونو کې څومره د کار ځواک ته اړتیا ولرو، او څومره هیوادوال به مو نورو ملکونو ته په کار پسې سرګردانه کېږي .