
داڅو ورځې کیدې چې د کلي سپي ته مې چورت خراب و، دری څلورکاله وشول چې مشرخدای پار ماما یې په غاړه کې دده په وینا قیمتي غاړکۍ او زموږ پرهغې طوق لعنت وراچولی دی، زه نه پوهیږم چې خدای پارماما ته ولې زموږ دا بې وایې ډنګرسپی یوشی ښکاري ، هروخت یې چې غاړه کۍ ته وګوري ، نو له رازه ډک سرورته وښوروي:
ـ ځه بچیه داسې شي مې درته موندلی چې خلک به ترتا دهغه ښه ننداره کوي ... ستا قواره هسې هم د کتلونه ده ...
دده دې خبرې زه خولاڅه چې ټول حاضرخلک به یې له حیرانتیاسره خندول، نیکوماما خو یوځل دا پوښتنه هم ترې وکړه چې:
ـ په دې ... کې دې څه لیدلي چې دومره ورته خوشاله یې ...
ده به بیاهم، هم هغه دخلکو د خولو ځواب ورکړ:
ـ باډۍ ته یې مه ګوره کش ته ...
خوهغه به یې خبره بې له سوچه ورغبرګه کړه:
ـ وغ ... چې د کلي نوم ورپورې نه وي، والله که خر هم ورته وګوري ... دده خو نه باډۍ، باډۍ ته پاتې کیږي او نه هم کش، کش ته ...
- نه، نه کش کش ته یې ګوره ...ښه کش لري ... همد اده چې دا طوق لعنت هم دده له پاره طوق رحمت دی ...
رښتیا خبره خو داوه چې زموږ ټولوکلیوالو زموږ د ډنګر سپي دغاړې طوق ته په ښه نیت نه کتل ، ټولوبه داخبره کوله چې داکوم جنګي سپی نه دی ... دا طوق باید دیوه سپی په غاړه کې وي چې په دوو او دریو یې ټینګیدل ګران وي ، یا ښه جنګي وي ، اویا داچې یوه ورځ خو مو په یوه میدان کې سر پرې لوړشي ...
زموږ د سپي د طوق په اړه خبرې په کلي کې په توده کې روانې وې، په ځینو کلیوالو ګران هم و، په تیره پرهغوی چې په کلی کورکې به یوې او بلې خوا ته وخت ناوخته تلل راتلل، دی به هم ورسره مل و، په تیره بیا د هغوی له پاره چې د ماښام پرمهال به دکلي پرشاوخوا کې ګرزیدل، او یابه یې د کلي په شاوخوا دکلیوالوپرباغونواو کښتونو باندې د غلاوو چاپی ور اچولې ... هغوی به فکرکاوه چې سپی د دوی ساتندوی او مرستندوی دی، خو کله به یې چې له کومې خوا د چا غږ او یا د څه شي ترپ ترپ ترغوږ شو، نوبیا به دکلیوالو په منځ کې له ډیره ډاره د یوه اوبل ترپښو تاویده. ځان به یې پټاوه اوله دوی به وړاندې وروسته نه ته ... همدا ډاراوبې زړه والی یې و چې نه چاغیده ، پرکوم حال چې و پرهم هغه یوه حال همداسې پاتې و ...
د اوړي تودوخې نوې خپلې وزرې غوړولې، خلک په خپلو کارونو کې سره ډوب وو، کارونه هم نه پیداکیدل، یوڅو د بلا پرلکۍ سپاره بیاوو چې کله به یې د جنګ او جهاد سندرې ویلې، په دوی کې یو زموږ د ملاصاحب زوی هم و، چې په غوړچړې باندې نامتو شوی و، د غوړچړي څنړې به تل غوړې وې ... په هغو شپو ورځوکې امریکایانوزموږ پرملک باندې سخت غوبل پیل کړی و، سختې وژنې به یې کولې، ترټولو بده خو لادا وه چې په خپلو دښمنانو پسې به یې بی پیلوټه الوتکې په شپه اوورځ ور توغولې، که به یوګناهګارو، لس نور بې ګناه به یې هم ورسره لولپه کول ... همداسې زموږ په غوړڅڼور چړې هم وشول، یوه ورځ یې داسې ګوزار پرې وکړ چې تیارسکوریې ترې جوړکړ، الوتکه خلکو لیده چې خپل کاریې وکړ، اوبیا په ډاډه زړه خپل منزل ته ترې ستنه شوه ... د هیچا هیڅ له وسه نه ورته کیدل، یوازې یوه یوه کلیوال لکه جلات خان آکا به په درد او دوک سره وویل:
- آه، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به بیا داسې توده کونه له ما نه تلې ...
د کلي ماشومانو به چې د بابا د ملخي خبره واوریده، حیران به شول، او فکربه یې کاوه چې دبابا ملخی تر اوسنۍ بې سړیه الوتکو هم پیاوړی څه و ... د بابا مخلي اوس دټولو په ذهنوکې یوپیاوړی او رښتیني انځورو ... د باباملخی ... د بابا پیاوړی ملخی ...
د غوړچړي مړینې زموږ په کلي کې لویه هنګامه جوړه کړه، ځکه دا یو ظلم و او یو تیرې، چې امریکایانو دلته په بې دریغه توګه ترسره کاوه، دهغوی څه خرڅیدل؟ هغوي په خپلو دغو بریاوو باندې ویاړل او د هر افغان مړینه لکه د مرغۍ هغې په شان هم نه ورته ښکاریده ... غوړچړي دملا زوی و، په خپله یې سر اخیستی و، په هغه ورځ چې دی ووژل شو، پرهم هغه ځای کې زموږ سپی هم کښته پورته کیده ... یوه دوې ورځې لا نه وې تیرې چې یونا څاپه په کلي کې آوازه شوه چې دغوړڅڼي چړي د مرګ لامل اوسبب زموږ دکلي سپی دي ... ټول حیران وو چې د کلي سپی او دغوړچړي مرګ له یوه بل سره څه سر لګوي ...
غوړچړي چې څه نیت درلود، هغه د خدای د رضا ترلاسه کول وو، ده هغه وخت پرخپلو څڼو نور هم لاس وواهه چې یوه ورځ یوې خارجۍ نجلۍ چې ځان یې دغزني کوتره باله ده او ده غوندې نورو ته له وطن او عقیدې سره د مینې په اړه خبرې کړې وې، پرکومه ورځ چې هغې نجلۍ له دوی سره په کلي کې خبرې کولې په هغه ورځ زموږ طوق والا ډنګر سپی هم هلته کارته پورته کیده ... دغزني د کوترې خبرې لا خلاصي نه وې چې په چینوک چورلکو کې سپاره وحشيان زموږ پرکلي را کوزشول، د برښنا په پرق کې یې یوازې دغزني کوتره له ځان سره په وحشیانه توګه په بې غمه زړه د کلي پر فضا باندې زموږ له سترګو الونیا کړه، کله چې د سترګو په رپ کې دهغې له یرغمل کیدو سره سم شوراو زوږآرام شو، کلیوال ټول د کلي ترلویه دروازه راووتل او ټولو یوه اوبل ته سره وویل چې دغزني کوتره یې یووړه، دغزني کوتره .... موږ په همدغه ویرکې وو چې جلات خان آکا بیا له کوره کرار کرار را وځمبید او د ماشومانو په منځ کې یې خپل جمله یوځل په تکرار سره را غبرګه کړه:
- آه ، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به ... ته به بیا داسې ...
د غزني د بې ګناه کوترې غږ دغوړچړي له مړینې سره یوځای موږ بیا وانه ورید ... خو خلکو او کله کله به رادیوګانو ویل چې هغه یې په هم هغه شپه ترګوانتامو پورې رسولې وه اوهلته یې د وحشت له هغو نارواوو سره چې انسانیت به یې دشرم داغ پرخپل مخ دیوې تورې خاطرې په توګه تاریخ ته سپاري مخامخ کړه ... دغزني کوترې ته سندرې وویل شوې، لکه وه سپینې کوترې ... دغزني کوتره دغزني پرپرتم اودمیوندي ملالې په ویاړ مینه وه، هغې دغزني د پولادې واکمنانو دهمت پرپلونو ځان تردغه ځایه را رسولی و اود ظلم په وړاندې یې دمظلومانو پیغام له ځان او له موږ سره په درد او دوک سره زمزمه کاوه ...، خو دریغه چې دلته یې اوس دهغه لوی او تاریخي پرتم اوهغې تاریخي ملالې ټول ځوښ اوځواک یوازې د جلات خان آکا په يوه نیمګړې جمله کې خلاصه لیده او اوریده:
- آه ، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به بیا داسې له ما نه تلې ...
پردې هم تر ډیرو څوک سم نه پوهیدل چې پرهغې پسې امریکایانو څنګه اوپه څه چل څرک راویوست ... د غزني د شنې کوترې له پیښې وروسته، خدای پارماما هم تری تم شو، داسې لکه چې ټولو فکرکاوه دې هم مړشوی و، یوازنۍ نښه یې چې کلیوالو ته ورپاتې وه، هغه زموږ د ډنګر سپي ښکلي طوق و... دده له ورکې سره سم یونا څاڅه چا کلي ته داخبر راوړ چې پرکلي هره ټکه زموږ د سپي له لاسه ده ... هر پسات چې دي په همدغه سپي کې دی ... دا خبرتر کلي پورې تود راورسید ... ډیرتود... خو معلومه نه شوه چې د چا له خوا و ... یوازې د سورګل ماما زوی چې د غوړچړي له ملګروڅخه و اوله دغه پیښې وروسته دی هم ورک شو، ویلي وو چې د غزني کوترې ورته ویلي، چې په کلي کې مو امریکایان نښه لري، ځکه خو په بې غمه زړه هلته درځي خپله اپړه کوي او بیا ځي ... دوی ته دلته هرڅه له لرې سم ورمعلومیږي ... دغه نښه کیدای شي، سړی وي، کیدای سپی وي، کیدای شي ...
زموږ پرکلي باندې دغه دری واړه پیښې پر یوه وخت را ټکه شوې ... غوړچړي ، دغزنی کوتره، اود سپي هغه، چې له دغو دواړو وروسته را وپړکیده. د سپي خبره بیا د سپي خبره وه ... ترټولو جالبه خو دا شوه چې خدای پارماما هم په دې ورځو کې یو پر یو له کلي تری تم شو، نه کلی او نه یي کورنۍ پوهیدل چې پرکومه خوا شو... خو وړې الوتکې لاهم تلې راتلې، دغزني دکوترې په خبره کله به یې اپړه وکړه اوکله به یې یو څارغوندې وکړاو ورکې به شوې...
زموږ کلیوال ډیر ځیرک خلک وو، که څه هم لیک لوست په کې کم و، خو دوطن وروستیو پیښو دومره هوښیارکړي وو چې ان په ځیرکۍ کې لغمانیانو خو څه کوې چې که اکبرغوندې لوی مغل اعظم هم اوس ژوندي وای نو دوی ته به سلامونه را لیږل... غلام غوث کاکا چې موږ به مستري کاکا باله، دده درواغ ویل او لاپی شاپی د کنداریانو په خبره نامې وې، خپله نه د مستري په مانا پوهیده اونه یې کوم مستري پیژانده خو ځان یې مستري باله او پرموږ یې هم ځان په همدغه نامه منلی و ... دی دسپي په غاړبند یا طوق کې یوه عجیبه شی ته متوجه شوی وای ... سهاروختي څه ډوډۍ په لاس کې زموږ په سپي پسې یوې اوبلې خواته څو سیده ... په سپي یې لاس را تیرکړ، لاس یې غاړکۍ ته ور ووړ یوه رڼه خو ډیره وړه تڼي یې هلته تر سترګو شوه ... رڼه تنۍ هم دطوق په داسې برخه کې چې د چا پام نه ورته کیده ځای پرځای شوې وه ... یونا څاپه یې چغي یې کړې: هلئ، هلئ، راټول شئ ... دده له غږ سره سم کلیوال ټول راووتل ... لا سم نه وو شوې چې څارو الوتکه بیا د کلي پرسر تیره شوه ... کلیوال بیرته سره تیت او پرک شول، خو مستري کاکا زر بیا غږ وکړ، هلئ سپی رانیسئ ... چا سپی راونیو او ده ته یې مخامخ ودراوه، ده یې طوق ته لاس ورنژې کړ، غوښتل یې چې ویې ګوري، خو سپی نیوی نه ورکاوه یابه یې غپل او یابه سونګیده ... خو پرطوق باندې رڼه تڼۍ یې کلیوالو ته وروښوده چې رڼه ښکاریده ... سپي ځان ترې خلاص کړ، هرڅومره یې چې هڅه پسې وکړه بیا یې چاته نیوی ورنه کړ، په څه چل یې ځان له خلکو خلاص کړ او د خلکو له منځه وتښتید... مسترۍ کاکا ته خدای ورکړه، بیایی یوه رښتیا او سل نورې درواغ سره تړلې او درګرده یې همداو ویل چې:
ـ پسات د سپي کې دې ... په طوق یې یوڅه تړلي، د ټول کلي حالت د سپي د غاړې همدغه بند، همدغې ټنۍ خراب کړي دي ... داټنۍ نه ده، تیاره تلویزیون ده چې د کلي د شپې او ورځې حال امریکایانو ته ورکوي ... خدای پار خدای وهلي چې خدای او یا امریکایانو هر څه پرې وکړل هسې ټوکې نه کولې چې ویل به یې
:
ـ ځه بچیه داسې شي مې درته موندلی چې خلک به ترتا دهغه ښه ننداره کوي ... ستا قواره هسې هم د کتلونه ده ...
کلیوالو ټوله شپه پرسپي هلې ځلې وکړې، ویی نه نیو، چیرې په کوم غارکې ننوت چې هرڅه یې پسې وکړل، هرڅومره یې چې کوچ کوچ او جان جان ورته وویل راو نه ووت، محنت یي پرې وکړ، ډبرې پسې وویشتې، خولاهم راونه ووت ... سمه نیمه شپه نه وه شوې چې زموږ پرکلي باندې درنه چاپه را کښته شوه، یوې او بلې خوا وو ته په دربي سره وګرزیدل او راوګرزیدل، زموږ سپي هم پردغه شیبه کې له غاره راو تلی وای، ځکه چې د دوی په راتګ سره یې څه غپاوې کلیوالو اوریدلې وې ... چاپه ماران په شپه کې بیرته زموږ له کلي په تراټ ولاړل، کلیوال هم له ډاره څوک پرهغه تیاره شپه کې له کورونو را ونه وتل، او نه پوه شول چې د چا پر کور ورغلل او څه یې وکړل... سهار چې لا ملا آذان نه وکړی دوی لمانځه ته سره راووتل، له یوه او بله یې پوښتنه کوله، خو یوه هم څه ونه ویل او نه یې د کومې ځورونې او تلاشئ خبره کوله، کلیوالو لمونځ وکړ، راووتل خولاهم د بیګانۍ چاپی په موخه نه وو پوه شوي ... ټول، څوک کورونو ته لاړل او څوک په خپلو کارو پسې ...
لمرهسک راغلی و چې د ښوونځي هلکانو کوم یوه له کلي یوڅه وتلی دلارې پرسریوڅه لکه مړي لیدلي وو، کلیوال یې زر پرې خبرکړل، ټولو پرهغه خوا نرواو ښځو ورمنډې کړې ... ورغلل ویې لیده چې دوه مړي څنګ پرڅنګ تر تورو بدرنګو پلاستیکونو لاندې پراته دي ، مسترې کاکا ترټولو دمخه هلته رسیدلی و په آرامئ سره یې پلاستکونوته لاس ورنژدې کړ، کلیوال په دغه شیبه کې ټول داسې حیران شوی وو چې نه پر ښه پوهیدل او نه پر بد یوازې الله الله نارې یې وهلي چې د دوی له کورنیو څوک نه وي ....
پلاستکونه لا سم نه و پورته شوې چې دوه مخونه ترې را ووتل ... یوازې دوه مخونه: چې له هرې خولې یې یوځل نومونه پرخولو شول:
ـ خدای پارماما ... او سپی ... خدای پار .... او سپی ....
ټول ورته حیران شول، خو پردې معما نه پوهیدل چې دوی دواړه ولې او څنګه وژل شوي ... یوازې د مسترې کاکا چې د سپي غاړې ته وکتل، په غاړه کې یې پرطوق باندې سترګې ونه لګیدې ځکه یې په ویرژلي غږترخوله راووتل:
ـ ما نه درته ویل چې پسات په سپي کې دئ ، په طوق کې دي ، او په خداپار خدای وهلي کې ...
کلیوال لا په همدغه غم کې وو چې غبرګې چورلکې بیا پرکلي را ټکه شوې، يوعالم امریکایي پوځیان ترکښته شول، پر خدای پار او سپی باندې را ټول شول ...
ـ یوازنۍ پوښتنه یې داوه چې دا چا وژلي ...
خو کلیوالو همدا ځواب ورکاوه چې موږ خبر نه یو او یوازې یې د تیرې شپې ګونګه خړه کیسه ورته وکړه ...
پوځیانو د خدای پاراو زموږ د کلي دسپي دواړو مړي په درناوي راپورته کړل اوله ځان سره یووړل ...
کله چې امریکایان ولاړل مستري کاکا بیا خوله پرانیسته او سترګې پټې:
ـ ما نه درته ویل چې پسات په سپي کې دئ، په طوق کې دي، او په خدای پار خدای ...
مستري کاکا څوورځې خپل ساز همدغه شان غږاوه، خو د کلي خلکو بیا له ده سره دده داخبره نه منله، ځکه خوبه هغوی هرماښام دغزني کوترې ته چې انځورونو به یې په تلویزیونو کې د ګوانتاناموپه زیړو جاموکې زیړه زبیښلې ښوده د خیر د دعاوو لاسونه پورته کول ...
ـ یاد یې په خیر، الله یې مل، څومره لویه بشرپاله، څومره لویه پتمنه،
څومره لویه قرباني اوڅومره وحشیانه ظلمونه ..؟؟ !!