
د (افغانستان لوی ملي ائتلاف) ظاهري او د پردې تر شا څېرې؛ څنګه دا کسان په اسانۍ سره يوځای شول؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په دغه ائتلاف کې ظاهري واقعي شخصيتونه:
د لسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د جمعيت ګوند مشر او د بهرنيو چارو چار سمبال وزير صلاح الدين رباني، د همدغه ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور، د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمدضياء مسعود، پخواني جهادي قومندان تورن اسماعيل خان، د حامد کرزي پخوانی لومړی مرستيال محمد يونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبيل، د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول، د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون، د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدير او نور په دغه ائتلاف کې راټول شوي پېژندل شوې څېرې او واقعي شخصيتونه دي.
په دغه ائتلاف کې ظاهري حقوقي شخصيتونه:
د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند، د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند، د افغانستان نوې مليی جبهه، د افغانستان د اسلامي يووالي (وحدت) ګوند، د افغانستان د ملي محور ګوند او د محمد محقق په وينا چې تر دېرشو نورو سياسي ګوندونه او ډلې د دغه ائتلاف جوړښت دی.
په دغه ائتلاف د پردې تر شا ملاتړي او شخصيتونه:
د (افغانستان لوی ملي ائتلاف) په نوم په دغه سياسي ډله يا د حکومت په اپوزېسيون کې پورته ياد واقعي او حقوقي شخصيتونه په څرګنده او ظاهري بڼه سره راټول شوي دي. خو د دوی په ناستو کې له ګډون پرته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دغه ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ. د حامد کرزي ملاتړ او له دغه ائتلاف سره همکاري شنونکي په دې مانا تفسير کوي، چې د پردې تر شا د لوبې او ائتلاف اصلي لوبغاړی پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د نوموړي د حکومت نور لوړپوړي کسان هم دي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه ويل کيږي، چې ډېری نېږدې کسان او ملګري يې په دغه ائتلاف کې راټول شوي دي او نوموړي يې يو پټ مهم غړی شمېرل کيږي.
د (افغانستان لوی ملي ائتلاف) دننه داسې کسان سره راټول شوي دي، چې په تېر کې د يو بل پر وړاندې ولاړ کسانو وو، يا يې اوسني سياسي ليدلوري سره په توپير کې دي او يا هم په سياسي ډګر کې د ګټو ټکر سره لري. خو بيا هم په ډېر کم وخت کې دوی وکولی شول، چې په يو ميز سره کينې او شريکې ګټې سره خوندي کړي.
د روهي خبرې کوي يا روهي Rohi Talks په دغه اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو.
- د غه ائتلاف د حکومت پر وړاندې جوړ شوی او که د ولسمشر غني پر وړاندې؟
- دغه سياسي ائتلاف به په راتلونکو ټاکنو کې خپله بريا څومره شونې کړي؟
- آيا په رېښتا هم د پردې تر شا د دغه لوبې اصلي لوبغاړی پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی؟
- څنګه دا کسان په دومره اسانۍ سره يوځای شول؟
- د دغه ائتلاف عمر به څومره وي، تر ولسمشريزو ټاکنو او که له هغې وروسته هم؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او غوښتنې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د زمري مياشتې شپږمه د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۱:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.