Alopecia Areata
يوه داسي ناروغي ده چې پکې د سر ویښتان یا په بدن کې هغه ځایونه چې ويښتان لري پرې اخته کیږي. په دې ناروغۍ کې په سر، ږیره او نورو ویښتانو لرونکو ساحو کې ويښتان په مکمل ډول له منځه ځي.
سبب:
ددی ناروغی سبب Autoimmunity ده
یعنې د بدن خپل دفاعي یامعافیتي سیستم د ویښتانو فولیکلونه له منځه وړي چي په نتیجه کې د ویښتانو جوړېدل خرابیږي او ویښتان نه جوړیږي.
د بیوپسي په معایناتو کې د وینې سپین حجرات د ویښتانو په فولیکل کې لیدل شوي دي
پېښې یې په نارینه جنس کې نسبت ښځو ته زیاتې دي
له ۳۰ کلنۍ تر ۶۰ کلنۍ عمر کې دا ناروغي ډیره منځ ته راځي
ارثیت پکې ډیر رول لري یعنې پیښې یې د یوې کورنۍ په څو غړو کې لیدل شوي
که د سر ټول ويښتان له منځه لاړ شي نو Alopecia Totalis ورته وايي
او که د بدن ټول ويښتان له منځه لاړ شي نو Alopecia Universalis ورته وايي
دغه ناروغي ساري نه ده یعنې له يو شخص څخه بل شخص ته نه خپريږي
درملنه:
دغه ناروغي اکثره وخت بي له تداوۍ د یو کال په موده کې ښه کیږي خو کله کله په دایمي ډول هم منځ ته راځي.
څومره چې ناروغي زیات دوام کوي همدومره د ویښتانو کموالی ډېر منځ ته راځي او د ويښتانو بیرته شنه کیدو چانس کميږي، نو باید تداوي په وخت شروع شي.
د درملنې لپاره یې مختلفې لارې شته
د روحي فشارونو کمول په درملنه کې ډېر رول لري
په دې ناروغۍ كې ښه دوا سټيرويډ (Steroid) دي، چې په همدغه بې ويښتانو ساحه کې دغه دوا د پوستکي لاندې پېچکاري کیږي او د ويښتانو دوباره شنه کيدو پروسه شروع کيږي.
همدا ډول د سټیرويډ لرونکې شامپو, كريمونه او لوشنې په ښار کې پیدا کيږي.
چې د همدې مقصد له پاره ترې استفاده کيږيږ
همدا ډول د خولې له لاری هم سټيرويډ استعمالولای شو خو د ډېر وخت لپاره استعمال يې تاوان لري.
نورې دواګانې عبارت دی له:
*Topical Sensitizers:
1- Diphencyprone
2- Dinitrochlorobenzene
*Oral Janus Kinase inhibitors
چې د ناروغۍ په شدید حالت کې ترې ګټه اخیستل کیږي
وروستي