ټاکنې د هیواد په جوړه ونه کې سترې لاسته راوړنې لري

زموږګران افغانستان دڅولسیزو جنګ اوجګړو له امله، اقتصادي، ښوونیز او ډول ډول ناخوالو سره مخامخ ؤ. دیادو بدبختیو لاملونه دهیواد په سپیڅلې خاورې باندې دګاونډیو هیوادونو لاسوهنې، په کورنیو چاروکې دواک لاسته راوړلو پرسرسیاسي قدرت،کړکیچونه اوجنګونه ؤ، چې په پایله کې افغان وګړي ددې ستربحران قربا ني کیدوسره، بهرنیو ملکونوته کډه شول، دوه میليونو څخه زیات افغانان، شهیدان، معلول اومعیوب شول.

دکلونو- کلونو زیان په اوښتو افغانستان اوس دهغوشاته پاتي ملکونو څخه ګڼل کیږي، کوم چې په سیاسي ډګربدل شوې.

د دغو بدبختیو دله منځه وړلو لپاره کومه لاره غوره کړو، څو په ډاډمن اوسوله ئیز چاپیریال کې ژوند وکړو؟ هغه یواځې یوه ستره لاره او دبریالیتوب ډګرته په رسیدو ټاکني دي، دغه ټاکنې نن ورځ زموږدهیوادبرخلیک ټاکي، چې دې سره افغانان دیوې نیمې لسیزې په تیریدو پوره آشنايي اوبلدتیا لري.

یو هیواد چې د جنګونوله چلنچ څخه راوځي اوپه بیړه دهیواد ملي واکمنۍ او دملي پروسې جوړه ول داسې آسان کارندی، بلکې وخت ورته اړتیا لري.

د هیواد آبادي، سوکالي، امن ، سوله او هرڅه د یو شرعي، اسلامي او دقران او احادیثو تر سیورې لاندې رامنځته کیدای شي.

یو متل ده چې وايي، غوټه په لاس خلاصیږي؛ حاجت يي غاښو ته نشته.
دغه متل په دې دلالت کوي، که چیرته د هیواد واکمني په ښه آرامه فضاکې بې له سیاسي جنګ څخه په قدرت رسیږي، باید ټول افغانان نارینه اوښځینه په ټاکنوکې برخه واخلي، تیرو کلونوکې واکمني په سیاسي قدرت دټوپ او ټوپک له لارې کیدل، نو اوس افغانانوته لوی خدای (ج) د داسې ښه وخت په برابرولوسره، چې پرته له زورواکیو ، جنګ او جګړوڅخه دهیواد ملي واکمن او دخلکو استازي ټاکل کیږي له دې زمینې څخه په پوره توګه ګټه واخلي.

هغه وروڼه چې دپردیو په لمسون غولیدلي دي، په ډیر دقت سره سوچ وکړي، چې ولې خپل وطن، کور، جومات، کلینک او ښوونځي ورانوي.

آیا په دې به پوه نه وي، چې دغه دخپل وطن سره ستره جفا ده، ولې داکارونه کوي؟ ګاونډي هیوادونه هیڅکله هم په کرارندي ناست، دوي وايي :که افغانستان جوړ شي، په نړۍ کې به ځلانده ستوری وي، دګاونډ هیوادونو سوداګریز او تولیدي توکي به په ټپه ودریږي، داقتصاد کچه به يي راولویږي . نوپه دې پوه شئ، زموږ دهیواد وروڼو! راځئ، ټوله نړۍ ته دا وښایوو، چې افغان وروڼه، ټول سره یو موټي دي، هیچاته به ځان کم سیاله ښکاره نکړو.

راځې چې دهیواد په ودانولوکې رغنده کاروته دوام ورکړو، امن، سوله او سوکالۍ ددې زوریدلي او کړېدلي ملت ته راولو، په ټاکنو کې برخه واخلو اوخپل ژوند په ډیره آرامه فضاء کې تیر کړو.

د یو آزاد، آباد او دتل لپاره د یو ډاډمن افغانستان لرونکی وواسو. په پای کې ووایو، چې مړ دوي جنګ، جګړه، نفاق اوبدبختي، روښانه دې وي، سوله، امن اویوالي!