روهي (څلورنۍ/۳ د زمري)، د اسيا په مرکزي فوټبال لوبو کې د افغانستان د فوټبال ۱۵ کلنو لوبغاړو قرغزستان ته مااته ورکړې ده.
په دغه سيالو کې قرغزستان يو ګول او افغان لوبډلې او دوه ګولونه وکړل، چې د يو ګول په توپير سره يې قرغزستان له مخې لېرې کړ.
دا د افغانستان دويمه لوبه وه. ټاکل شوې ده چې افغانستان به درېيمه لوبه سبا له ايران سره ولري.
دغه لوبې د افغانستان، ایران، ازبیکستان، تاجیکستان، قرغزستان و ترکمنستان په ګډون؛ د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره کيږي.
وروستي