د کمپیوټر وتلي امريکايي کارپوه «اډوارډ سنوډن» داسي اپلیکېشن جوړ کړی، چې ځيرک موبایل په یوه حسونکي ماشین تبديلوي او د اړتیا پرمهال په ځانګړې توګه هغه وخت چې په د هغه د موبايل سیسټم کې څوک لاسوهنه وکړي، خپل خاوند ته خبرداری ورکوي.
دا اپلیکېشن چې «Haven» نومیږي، په انډرویډ سټور کې نصب شوی دی او ځانګړنه يې داده، چې که چیرې څوک د کاروونکي ګوټې نښې ته وردننه شي، یا د هغه وسایل ځای پرځای کړي، اپلیکېشن دا حسوي او خپل کاروونکي ته خبر ورکوي.
ددې اپليکېشن بل خاصيت دادی، چې هغه مهال چې د کاروونکي په لپټاپ کمپيوټر کې څوک لاسوهنه وکړي، کاروونکی د پیغام په واسطه خبروي.
همداراز که چیرې له چا څخه خپل لپټاپ کمپيوټر په کور او يا کاري سیمه کې هېر شي، ياد اپليکېشن کولای شي، چې موبایل او کمپيوټر ددغه اپلیکېشن سره وصل کړي او مقابل کس تعقیب کړي.
اډوارډ سنوډن چې د کمپیوټر يو وتلی او مشهوره امریکایي کارپوه دی، ددغه هیواد د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی هم پاتې شوی او وروسته په ۲۰۱۴م کال کې د یادې ادارې لخوا د پټو اسنادو په غلا کولو متهم شو.
وروسته تر هغه امریکا نوموړی ملي خاین وباله، خو سنوډن پرځان لګیدلي تورونه رد کړه.
وروستي