ښځه او خاوند بايد د جماع (جنسي مقاربت) په اړه؛ دغه درې خبرې په پام کې ونېسي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
هر کله چې هلک او جينۍ بلوغ ته ورسيږي، نو په ټوله انساني نړۍ کې د دوی کورنۍ او يا هم په خپل جينۍ او هلک د يو کډ ژوند په لټه کې کيږي او نکاح سره تړي. دغه چاره د نړۍ په مختلفو قومونو او دينونو کې د بېلا بيلو موخو په پار تر سره کيږي. څوګ ورته د ژوند د اړينې اړتيا په توګه ګوري، د چا سره د بشري ژوند بقاء عقيده وي، څوګ د خپل راتلونکي ژوند په موخه واده کوي او څوګ په نورو ليدلورو کې ورته ګوري.
د اسلام په مبارک دين کې واده کول، کورنۍ او اولادونه لرل، کډ ژوند جوړل له خپلې ميرمنې/خاوند سره جنسي غرېزه پوره کول؛ یو اسلامي حکم دی او مسلمان په دې اړ شوی دی، چې دغه چاره تر سره کړي. تر ټولو لومړی لوی خدای (ج) په سپيڅلي قرآن کريم کې فرمايي، چې خاوند او ښځه د يو او بل لپاره جامه ده. علماء د (جامې/لباس) کلمې د تفسير په اړه ليکي: چې د خاوند خپل عزت له ميرمنې سره او ميرمن خپله حيا او عزت له خاوند سره خوندي ساتي. د واده په کولو سره د زنا مخه نيول کيږي او فحشاء ورسره کميږي. نو په دې سره دا اسلامي حکم دی، چې مسلمان بالغ هلک او مسلمانه بالغه جينۍ بايد وداه وکړي.
له هغې را وروسته د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی مسلمانانو ته په نکاح کولو امر کړی او نکاح کول د خوږ نبي (ص) سنت مبارک دي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې واده کولو او نکاح تړل په ټول بشريت کې دود خبره او کړنه ده او د مختلفو عقيدو او موخو لپاره تر سره کيږي. خو د اسلام په مبارک دين کې دغه کار له اخروي او دنيوي ګټو او نيکو څخه ډک دی.
په دې لېکنه کې هغه درې خبرې د قرآن کريم په ايتونو درته وايو، چې ښځه او خاوند يې بايد له نکاح وروسته د جنسي يوځای کېدنې (جماع) په اړه په فکر کې ونېسي.
۱- د ښځې او خاوند د جماع په اړه د اسلام سپيځلي دين دوی نه دي اړ کړي، چې يوازې په ځانګړو وختونو او ځانګړي شمېر سر بايد جماع وکړي. اسلام دغه پرېکړه او چاره د ښځې او خاوند ترمنځ هوکړې، خوښې او شرايطو ته پرېښودلې ده.
په ديني اړخ کې خاوند باندې د جماع تر سره کولو دنده په غاړه اچول شوې ده. يانې خاوند به له خپلې ميرمنې سره جماع کوي، هغه وخت چې دوی وغواړي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، دوی دواړه د ټاکلي وخت لپاره مجبور شوي نه دي، ترڅو له يو بل سره يو ځای شي، خو په هرو څلورو مياشتو کې يو ځل جماع کول، په خاوند باندې واجب ګرځول شوې ده.
۲- اسلام حکم کوي، چې مسلمانان بايد پاکي غوره کړي او په هر وخت او کار کې د نظافت په خيال کې ووسي. په همداسې اساس قرآن کريم په واضح ډول سره خاوند منع کړی دی، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې بايد له خپلې ميرمنې سره جماع ونه کړي او له جنسي اړيکو به لېرې سره اوسي. په دې اړه الله تعالی (ج) فرمايي:
(سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۲۲۲): وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَآءَ فِى الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتّٰى يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوّٰبِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ
او دوی ستا څخه پوښتنه كوي: "د حيض څه حكم دى؟" – ورته ووايه: "هغه يو د پليتۍ حالت دى، په هغه کې له ښځو څخه بېل اوسئ او هغو ته مه نژدې كیږئ؛ تر څو هغوى پاكي او سوتره شوي نه وي. بيا چي كله هغوى پاكې شي، نو له هغو سره هغه شان يو ځاى شئ چي الله درته امر کړيدى. د الله هغه خلك خوښیږي چي له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتياغوره کړي.")
۳- لوی خدای (ج) خپلو مومنو بنده ګانو ته امر کړئ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې هم کولی شي، ښځه او خاوند له يو او بل سره يوځای شي او جماع وکړي. د رمضان مبارکې مياشتې په ترڅ کې د ښځې او خاوند يوځای کېدنه او جماع کول، د قرآن کريم په ايتونو، د پيغمبر (ص) په احاديثو او د حنيفي فقې د اصولو مطابق څرګنده او روښانه ده. په رمضان مياشت کې کې ښځه او خاوند کولی شي، چې جماع وکړي لکه څه ډول چې الله تعالی (ج) فرمايي:
(سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۱۸۷): أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلٰى نِسَآئِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ۗ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ ۖ فَالْـٰٔنَ بٰشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى الَّيْلِ ۚ وَلَا تُبٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عٰكِفُونَ فِى الْمَسٰجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ ءَايٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
ستاسې لپاره د روژې په شپو کې د خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل روا کړاى شويدي، هغوى ستاسې جامه او تاسي د هغو جامه ياست. الله ته څرګنده شوه چې تاسې په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه؛ خو هغه ستاسې ګناه وبښله او در تېر شو. اوس تاسې له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چې الله تاسې ته روا کړيدى، هغه واخلئ. همدارنګه د شپې له مخي خورئ، څښئ؛ تر هغه وخته چې د شپې د ترږمۍ له توري ليكې څخه مو د سپېده داغ څړيكه تر سترګو شي. له هغه وروسته دا هر څه پریږدئ، تر شپې پوري خپله روژه بشپړه کړئ. او كله چې تاسې په جوماتونو کې څيله (اعتکاف کوونکي) ياست؛ نو له خپلو ميرمنو سره نژدې والـى مه كوئ. دا د الله وضع کړي حدود دي، دې ته نژدې مه ورځئ. دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي، ښايي چي هغوی له ناوړه چلن څخه ځانونه وژغوري.)
وروستي