يوې برتانوۍ کمپنۍ د نړۍ تر ټولو کوچنی ګرځنده موبايل جوړ کړی

د انګلستان يوې مشهورې ټکنالوژيکي کمپنۍ «زینکو» دفلش په څېر او له دې څخه کوچنی ګرځنده موبایل جوړ کړی دی.
 
دا موبايل چې«Tiny T1» نوميږي، اوږدوالی یې ۴۶.۷ ملي میتره او وزن یې ۱۳ ګرامه ښودل شوی دی.
 
يادې کمپنۍ ددغه موبایل په اړه ويلي، موږ ویاړو، چې د نړۍ تر ټولو کوچنی ګرځنده موبايل ټيلیفون مو بازار ته وړاندې کړ، دا موبایل ډېر کوچنی دی، آن د انسان لپاره به پرې باور کول ستونزمن وي، چې ایا دا واقعا هم د موبايل کار کوي که يا؟
 
مشخصات:
 
ياد موبایل د زنګ وهلو او پیغام لیږلو سره-سره د ۳۰۰ نمبرونو او ۵۰ پیغامونو د ذخيره کولو وړتیا لري.
 
همداراز «Tiny T1» موبایل کې «2G» شبکه کار کوي، ۲۰۰ملي امپيرهبېټرۍ لري، چې په یوه ځل چارجېدو د ۳ ساعته پرلپسې مکالمې وړتیا لري او په عادي حالت کې تر ۳ ورځو پورې د چارج وړلو وړتیا لري.
 
ددې ترڅنګ ۰.۴۹ «LED» سکرين پرده لري او د چارجولو لپاره د مایکرو «USB» برخه هم پکې نصب شوې ده.