افغان ۱۵ کلنه فوټبال لوبډله نن د تاجکستان په وړاندې لوبه ترسره کوي

روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ ټورنمنټ کې د افغانستان په ګډون، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران ۱۵ کلنې لوبډلې هم برخه لري، چي نن افغان ۱۵ کلن فوټبال ټيم خپله لومړۍ لوبه د کابل په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان ۱۵ کلن فوټبال ټیم په وړاندي ترسره کوي.
 
افغان فوټبال ملي ټيم به تر نننۍ لوبې وروسته خپله دوهمه لوبه د روانې جولای پر ۲۴ مه د قرغزستان په وړاندې، دریمه به پر ۲۶مه د ایران په وړاندې، څلورمه به پر۲۸مه د ترکمنستان په وړاندې او پنځمه لوبه به هم پر۳۰مه د کوربه ازبکستان ۱۵ کلن فوټبال لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، د مرکزي آسیا د ۱۵ کلنو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ نن جولای ۲۲مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پيلیږي او ددې میاشتي تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.